داستان


داستانونه د ولسي ځانګړو سندرو د یو ځانګړي فورم په توګه د شکل او مضمون دواړو له پلوه ځانته خاص سکښت اوبېل جوړښت لري او د ولسي ادب هر څېړونکی پردې پوهېږي ،چې زموږ ولسي ادبیات د مضمون له پلوه ، زموږ دولس د قامي ژوند هنداره او د شکل له پلوه هم زموږ د ژبې خاص ملي اهنګونه دي، چې زوړ اریایي اساس لري او پښتانه مجلسیان یې په ځانګړي وزن او خاصه لهجه وایي. داستانونه هم د ولسي خاصو سندرو د نورو فورمونو په څېر اوږده ماضي لري او د لومړي ځل ویلو ځای او نېټه یې معلومه نه ده، یوازې د داستانو هغه بېلګې چې د پټې خزانې په واسطه لاسته راغلي ،څلورسوه کلن عمر لري،په پټه خØ
�انه کې د حافظ عبدالطیف اڅکزي د(سوی او اوښ) فوکلوریک کومیډي او انتباهي داستان راغلی،چې دلته یې یو کسر او یوبند وړاندې کېږي:
غوږ ونیسۍ یارانو د اوښ او سوی قصه سوه
خورا ډېره خوږه سوه
یو سوی د اوښ اشناسو
بې حده یې همراسو
یاري به یې کوله یو له بله یې یارانه سوه
خورا ډېره خوږه سوه
داستان د ډېرو اوږدو مضامینو د بیان لپاره پوره زغم لري.
مطالب یې عموماً فولکوري، دیني، رزمي او تاریخي وي، لکه په اخلاقي برخه کې د ولسي شاعر غلام شاه د حاتم طايي د سخاوت روایتي داستان.
په وړاندې زمانه کې یو فقیر ومستانه
غوښته یې شهزادګۍ پاچا ته ودرېده
په عشقي برخه کې د سیف الملوک او بدرۍ جمالې داستان:
روان شو شهزاده سیف الملوک باغ ارم ته
سفرد جدایۍ دی رخصت غواړي له پدره
داستان ویونکی د داستان ویلوپروخت د تفریح او جلب لپاره لنډۍ هم وایي، چې د داستان خوند نور هم زیاتوي. ځينې پوهان او ادیبان د ولسي خاصو سندرو دغه فورم عربي مثنوي او قصیدو سره یوشان بولي او وایي چې ولسي داستانونه د عربي مثنوي او قصیدې په پیروۍ ویل شوي دي. باید ووایو چې دلته داسې ډېر دلایل شته،چې د هغو له مخې موږ ولسي داستانونه له کتابي مثنوي سره یو ډول نه بولو او لومړی اریایي فورم او دویم تقلیدي شکل ګڼو، لومړی دا چې د ولسي داستان د زنځیر د سر کړۍ له لرغونو اریايي سرودونو سره نښلي او د عربي مثنوي او قصیدو په پیروۍ نه دي ویل شوي. د ولسي داستانونو ویونکي م
عمولاً ولسي او نالوستي شاعران دي. دغه ولسي سندرې ټولې قافیه یې ازادۍ لري او هغه شرطونه چې په مثنوي او قصیدو کې شته ولسي داستانونه یې پرمنلو مکلف نه دي.
د ولسي مثنوي ډوله داستانونو په څېر نورې سندرې هم په پښتو ادب کې لرو،چې مثنوي ته ورته دي، لکه د بېټ نیکه مناجات، د شکلي جوړښت له مخې دغه مناجات هم د مثنوي په ډول دي، خو د تذکره الاولیا مولف یې سندره بولي. دغه ډول د کاکړیو فورمي جوړښت هم د مثنوي په ډول دی، مګر هېچا له مثنوي سره یوشی نه دی بللی او نه یې مثنوي ته غاړې ویلې دي.
داهم د ولسي داستان یو څوبیتونه:
خان بابا د چکدرې په سفرلاړ
له دنیا نه د حق لورته برابرلاړ
ظریف خان لعل بېګ ترې پاتې ماشومان شول
موریې مخکې مړه وه دواړه یتیمان شول
چې یې لور بي بي کو پاتې شوه یتیمه
یرېده به له دښمن ظالم غلیمه