د ښاغلي کرزي د مخالفت دلیل

مخکېني ولسمشر کرزي پرون رسنیو سره په خبرو کې د سولې، ټاکنو او نورو مسایلو په اړه مفصلې خبرې وکړې. د نوموړي خبرو او څرګندونو یو مخ نهیلي خوروله او خلک یې په دغه مبهم حالت کې لا نور هم په اندېښنه کول، ځکه نوموړي د سولې په اړه ډېرې مبهمې خبرې وکړې او په وضاحت سره  یې وویل چې امریکا غواړي افغانستان یو مخ پاکستان ته ور وسپاري.
 
ممکن امریکا دغسې نیت ولري، مګر دا کار دومره اسانه او دومره ساده هم نه دی لکه ښاغلي کرزي یې چې یادونه وکړه. ځکه ولسمشر غني د سولې مسایل له ډېر نږدې او په ډېر دقت او جدیت څاري او د امریکا په ګډون به هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانانو په برخلیک معامله وکړي.
 
په لومړیو کې دا اندېښنې موجودې وې، مګر کله چې ولسمشرغني د امریکا د همدې نیت پر وړاندې غبرګون وښود او د ښاغلي محب په حواله یې د ډاکټر زلمي خلیلزاد پر ماموریت نیوکې وکړې، نو د حامد کرزي په شمول یو شمېر سیاسیونو یې مخالفت وکړ او دوی خلکو ته داسې تبلیغ کړه چې ګواکې ولسمشر غني د سولې مخالف دی او هغه غواړي چې د خپل حکومت موده وغځوي.
 
مګر نن چې ښاغلي غني هر څه مدیریت کړي او له خلیلزاد سره په  ګډه د سولې مسایل مخته بیایي حامد کرزی داسې نیش داره خبرې کوي چې غواړي ولس د سولې په پروسه بې باوري او د دوی نهیلي او وېره زیاته کړي.
 
همدارنګه ښاغلي حامد کرزي په خپلو پرونیو څرګندونو کې د ولسشمریزو ټاکنو سخت مخالفت وکړ او په وضاحت سره یې وویل چې دا ټاکنې د ولس په خیر نه وینم او تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي او لومړی سوله بیا ټاکنې وشي. د نوموړي د دې مخالفت دلیل دی چې هغه غواړي یو ځل بیا واک ته راشي، یا د موقت حکومت د مشر په بڼه او یا هم د قانون د تعدیل له لارې.
 
ښاغلی کرزی یوازې او یوازې په دې هڅه کې دی چې څنګه بیا واک ترلاسه کړي. هغه سره نه د وطن غم دی او نه هم د وطنوالو. مګر تر هغو چې ټاکنې ونشي او د ولس په خوښه او رایه منتخب ولسمشر او حکومت رانشي، نو موقت حکومت د سولې پروسې د مخته وړلو صلاحیت نه لري، نو ښاغلي کرزي او نورو ته ښایي چې د ټاکنو او سولې دوه ملي او اساسي پروسې په لوی لاس په خپلو کې سره په ټکر او تضاد کې ونه ګڼي، بلکې که یې وس کېږي د دغو دواړو پروسو په ښه او بریالي ترسره کولو کې دې همکاري وکړي.
 
موقت او نور حکومتونه چې د ولس اراده په کې تمثیل نه شي هیچاته هم د منلو وړ نه دي او نه هم ننتیجه ورکوي، ځکه چې موقت او د ولس له ارادې پرته د جوړجاړي په پایله کې د حکومتونو جوړولو په دې وطن کې نه نتیجه ورکړې او نه به یې له دې وروسته هم ورکړي، موږ د دغسې جوړو شویو حکومتونو ډېرې بدې خاطرې لرو.