دنرخ ولسوالۍ (۹) کلیومتره سړک د قیر اچولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو


دافغانستان اسلامي جمهوریت دسییمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره
دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر
نیټه۱۳۸۹/۸/۱۶
پرلپسې شمېره(۴۵۴)


دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ د(۹) نهه کیلومتره سړک چې دمیشتو ایساف ځواکونو په(۲۸۷۱۳۴۴) میلیونه ډالرو په بودیجې دیونیک بیلډر سړک جوړولو ساختماني شرکت لخواتطبیق کیږي په اساسي ډول دقیر اچولو وروسته نن دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي او دقومي مشرانو لخوا رسماٌ پرانیستل شوو. دغونډې ګډونوالو ته دنرخ ولسوال محمد حنیف حنفي لخوا د ښه راغلاست وویلو ترڅنګ په دې ولسوالیو کې د پاتې سړکونو د جوړولو غوښتنه وکړه. دپټۍ په پریکولو مراسمو کې دولایت والي محمد حلیم فدایي سړکونه او اقتصاد دهېواد لپاره دشارک حیثیت وبللو او زیاته یې کړه چې د همدغه دوه بنیادونوله امله دخلکو په ژوندکې مثبت بدلون رامنځته کیدای شي، خو متاسفانه د هېواد دسولې او پرمختګ دښمنان تل دخپلو بریدونو تمرکز په همدغه دوه بنیادونو باندې راڅرښوي او نه غواړي چې افغانستان دي دپرمختګ او سوکالۍ په لور ګامونه پورته کړي، همدا راز ښاغلي فدایي دمیشتو ولسونو څخه دزړه له تله مننه وکړه چې تل یې دامنیتي ارګانونو سره اوږه په اوږه دسړک دامنیت په تامین کې مرسته کړی او دهرډول وران کارو عملونو مخه یې نیولې ده. ښاغلي والي په میشت ولسونو یوځل بیا غږو کړو چې دسړکونو په ساتنه کې خپله ونډه په پوره ډول ترسره کړي او هیڅوک پرې نږدي چې سړکونو او عام المنفعه پروژو ته زیان ورسوي. دنرخ دسیمه ایزې شوار ریس مامور قطب الدین(همت) دولایت والي محمد حلیم فدایي نه مننه وکړه چې تل یې دبیارغاونې په چارو کې د دوۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ویلې، دنوموړي په وینا دسړک جوړیدو وروسته به دسیمي دخلکو ستونزې حل او هم دخلکو په ژوند کې دپام وړ بدلون رامنځته کړي وروسته دیونیک بیلډر سړک جوړولو شرکت ریس انجینیر حسیب الله دسړک په اړه تخنیکي معلومات ورکړل او هم یې دنرخ ولسوالۍ شریفو ولسونو څخه مننه وکړه چې تل یې دامنیت په تامین کې له دوۍ سره مرسته کړېده.
کلیمزی زیاته کړه که څه هم د نوموړي سړک په جوړولو کې وسلوالو مخالفینو لخوا په دوۍ باندې وخت ناوخت انداختونو او حملې شوې اند درې تنه کارکوونکي شیهدان شوې هم دي خو تل امنیتي ارګانونو او میشت ولسونو دوۍ سره په وخت مرستي کړي چې دهیرېدلو وړ ندي. په پای کې دقومي مشرانو لخوا برابرې شوې لونګۍ او تحفې دولایت والي،امنيي قوماندان،ملي امنیت ریس،د شرکت ریس او ایساف ځواکونو استازو ته ورکړل شوې. دیادونې وړ ده چې نوموړي سړک د ۹ کیلومترو په اوږدوالی د۱۰ مترو پلنوالی په درلودلوسره له میدانښارنه پیل او نرخ ولسوالۍ دحیات سیمې پورې غزیدلې چې دمیشتو ایساف ځواکونو(pob, shink) د (۲۸۷۱۳۴۴) میلیونو امریکایي ډالرو په ارز ښت او دیونیک بیلډر ساختماني شرکت لخوا دټولو ترافیکو معیارونو او اصول سره سم په ښه کیفیت او نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی.
داړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد، بریښنالیک:maidan.pressoffice@gmail.com
داکلیک کړﺉ :ه http://www.mwardag.gov.af ،http://www.bloguna.com/adam