
دافغانستان اسلامي جمهوریت دسییمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره
دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر
نیټه۱۳۸۹/۸/۱۶
پرلپسې شمېره(۴۵۵)
دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار دولایتي شورا په انکړ کې دهغو (۴۰۰)متضررو کورنیو سره چې دمیدان بامیانو دسړک په اوږدو کې یې دکورنودیوالونه او نور تاسیسات ړنګ شوې وو دولایت والي محمد حلیم فدایي اودولایتي شورا دیوګومارل شوې پلاوې پواسطه (۶۳۸۱۰۰۰) افغانۍ وویشل شوې.په دې اړه جوړه شوې غونډې ګډونوالو ته د ولایت والي محمد حلیم فدایي په
ولایت کې دلویو لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه یادونه وکړه خو دټولولاسته راړونو او پرمختګونو کې دولس داستازو او دسیمې دخلکو پراخ ګډون اومرستې د پام وړ وبللې.ښاغلي فدایي دبیلګې په توګه دمیدان بامیانو دسړک دکار څخه یادونه وکړه چې
دنوموړي سړک کار د امنیتي ستونزو له امله نژدې درې کاله په ټپه ولاړ ووخو دهمدغه غیورو ولسونو په ځاني او مالي مرستو چې اند دخپلو کرنیزو ځمکواو استوګنې کورونو په ړنکولو یې دسړک چارې ګړندۍ او هم دامنیتيې ارګانونوسره په مرسته یې دخپلو وینو په بدل کې دسړک ساتنه وکړه چې له نیکمرغه دهمدغه (۵۴) کیلومتره سړک دتکمیلیدو کار دپای شیبو ته رسیدلې چې له امله
یې دخلکو ډيرې ستونزې حل شوې دي. ورپسې دولایتي شورا غړې او قومي مشر حاجي محمد حضرت جانان هم دنوموړي سړک
په جوړولو کې دسیمي دخلکو مرستې وستایلې او هم یې دولایت دمقام نه مننه وکړه چې دخلکو دستونزو په حل کې یې دولایتي شورا ټولو غوښتنو ته مثبتځواب ویلې او په دې اړه یې نه ستړی کیدونکي هلې څلې کړي. وروسته په متضررو (۴۰۰) کورینو باندې (۶۳۸۱۰۰۰) لکه افغانۍ دګومارل شوې پلاوې پروړاندې دولایت والي لخوا د ویش لړۍ پیل شوه.
داړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد،
بریښنالیک:maidan.pressoffice@gmail.com
داکلیک کړﺉ :ه http://www.mwardag.gov.af ،http://www.bloguna.com/adam