د بې ډرايوره موټر ٨٠٠٠ کيلومتره بريالۍ ازموينه!


نوراحمد عايل
د چلوونکي(ډرايور) څخه بغير څلورو برېښنايي موټرو له ايټاليا څخه چين ته ٨٠٠٠ کيلومتره اوږد واټن په خپل سر په بريالى پاى ته ورساوه
په دې موټرو کې چې په لمريزې مترې (انرژي) چلېدونکې ليزر سکنرې او اته ويډيويي کامرې ددې لپاره نصب وې،چې په مخه کې د راتلونکو لارو جمپ او جول، ترافيکي گڼه گونه او د سړکونو تاو راتاوڅايونه وار له مخه ورته په نښه کړې او له ټکرونواو اوښتلو يې وساتي.
ددې موټرو سفر تېره پنجشنبه د چين په شانگهاى کې په روان نمايش پاى ته ورسېد.
دا موټرې په سړکونو باندې د ټکرونو د کمولو او د نوي تخنيک د پنځولو د گډې پروژې کار وو.
ددې ٨٠٠٠کيلومتري لارې په اوږدو کې ددې برېښنايي موټرو تر ټولو ډېره چټکتيا ٦٠ کيلومتره په ساعت کې وه،او له هرو دوو،دريو ساعتو مزل وروسته به يې ٨ساعته د لمر څخه په چارچولو بيا منډې ته برابراوه.
دموټرو چلـښت په خپل سري ډول و او په کمپيوټرايز ارټيفيشل وژن باندې سنبال سيستم چې (گولډ) نومول شوى و، د موټر له نورو برخو ورته راغلي معلومات تجزيه کول او په اتومات ډول يې د موټر لورى اوموخه ټاکله، سټرينگ يې يوه کمپيوټر کنترول کاوه.
که څه هم په دې موټرو کې نه کوم ډرايور و، او نه هم پکې د لارښودلو نخشې ،خوبياهم څېړونکو ددې لپاره پکې مزل وکړ ،چې خدى مکړه په لاره کې چېرته د کمپيوټر له ولکې ونه وځي او د ناورين مخه ونيسي