څراغ په لاس کی ګرځوم ستورو ته لارلټوم
بيا سره ګلان سيلی وهلی چی مليارلټوم
لکه غنم په زړه چاؤدلی مرمرين لالی دی
ازغی ازغی می دی جنت نن روڼ سهارلټوم
ستونی کی وچی دبلبل نن سندريزی نغمی
د ا ځونيمرګو ته دپلار نيکه دستارلټوم
بياپرهری جانان کی مست به ترانو دوطن
شهيدشهيدمی دزړه سرګلوګلزارلټوم
زمالمرين جانان نن بياسرپه زنګون پشتنو
په اتڼ مستی ترانی دنوبهار لټوم
زموږ دشکلا برجونه بيا وحشی بادو نووړی
داسمان ستوری بدرګه غليم ته دارلټوم
تور وسپين صلاح يوه ای څورلسمی سپوژمی
دازادی په ميومست ګل دانارلټوم
که سم غوڅ غوڅ الکوزی دافتخارمی پس دی
ودی بی ننګو ته نن بيا دزړه قرار لټوم
منان الکوزی کوټه
وروستي