بلبلان مست په ترانو دازادی غواړمه
په اسمان ستوری پشتنو دنيکمرغی غواړمه
شپيلی خوژه رمی دی پلنډی دپامير په غيږکی
بيا پاڼی پاڼی دسرو ګلو يوه ګيډی غواړمه
دشنه چنارسايې ته بيا دسندرماروټپی
بنګړی دی مات ژړمازيګر ه ليونی غواړی
دسولی سورشال ورپه زما خياليه جانانه
دتوروشپووروڼ سهارته ګلالی غواړمه
سپوژمئ نن څرک واه راخيږه ګران دمرګ په پوله
توتی دی ګونګ مسته ټپه دملالی غواړمه
بيا دوحدت په ميومست کی سرببرليونی
دسروياقوتو سورپيزوان لکه سپوژمی غواړمه
زما طلای جانان کی ويش په سندريزونغمو
ژهلی وهلی سره لاله دګل غوټی غواړمه
سپرلی سپرلی کی نازنين لکه نغمه درباب
اميل کی جوړ نغمه نغمه شکلی هوسی غواړمه
غزل غزل الکوزيه دالماسو غمی
ملی کاروان ای پشتنو دخپلواکی غواړمه
منان الکوزی کوټه
--------------------
وروستي