
د يو ډاکټر سره په يوه کوڅه کې يو شناخته ليکونکې اوسېده. يوه ورځ ورته ډاکټر د ټوکې په ډول وويل چې دعا کوه چې څوک مړ شي نو تاته به د شنختي ليکلو لپاره ووايې.
هغه ورته وويل چې زما دعا ته ضرورت نشته.
ډاکټر ورته په حېرانتيا وويل چې ولې؟
شناخته ليکونکې ورته وويل چې زه کله وګورم چې څوک تا ته د علاج لپاره راځي نو زه يې په هماغه ورځ شناحته ليکل پيل کړم.