قومي او ژبني تعصب سوداګر د ستونزو سره مخ کړي دي

د تېلو واردونکي سوداګر وايي چې د دوی سوداګري به ډېر ژر له مينځه لاړه شي، دا هاغه سوداګر دي چې دوی د ازبکستان، ترکمنستان څخه تېل او ګاز  را واردوي.  دوی شکايت چې په اړوندو هېوادونو کې دوی سره د قومي او ژبنی پر بنسټ سلوک کيږي او هاغه څوک چې د نورو قومونو څخه وي هغوي ته تېل او ګاز نه ورکول کيږي.دا مهال د افغانستان ۷۰٪ تېل او ګاز  د ازبکستان، ترکمنستان او قزاکستان  څخه راوړل کيږي.  دا سوداګر وايي هاغه څوک چې ترکمن او يا ازبک وي او يا د دوي سره قومي تړاو ولري هغوی ته په ارزانه بيه مال ورکول کيږي او څوک چې دوی سره قومي تړاو ونلري هغوی ته مالونه په ګرانه بيه ورکول کيږي. د سوداګري د خونو مشر قربان حقچو دا خبره مني او وايي: زموږ د سوداګرو سره د قومي او ژبني تړاو په سر راکړه ورکړه کيږي، دا ستونزې يوازې د دوی سره نه دي بلکې د سوداګرۍ د چال چلند سره هم دي او په افغانستان کې سوداګري د ستونزو سره مخ کړې ده.