د ديني فتواګانو لړۍ كه چيرې كومې ښځې ته د حج د طواف نه وروسته حيض راشي طواف ېې صحيح دی .د صفاءاو مروه تر منځ ځغاسته(سعی) دې وكړي ، اګر كه د حيض په حالات كې هم وي ، مګر كه چيرې حيض دحج د طواف نه مخكې راشي د حج ټول مراسم ورته روا دي خو يوازې طواف به نه كوي،او ددې ستونزي نه د خلاصون لپاره حل درې لارې لري : ۱- په مكه كې دې پاتې شي ،تر څو له حيضه پاكه شي، تر پاكوالي وروسته دې طواف وكړي بيا دې ځي. ۲- د حيض په حالت كې دې طواف وكړي ، خو بيا د هغه نقض په بدل كې ، چې د حيض په حالت كي ېې طواف كړی و ، اوښ دې حلال كړي. ۳- د هغو وخت انتظار دې وكړي ، چې وينه ودريږي ، بيا دې تر غسل وروسته طواف وكړي ، كه چيرې د وينې تر راتلو مخكې طواف خلاص شو ، طواف ېې صحيح دی او كه د طواف تر خلاصيدو مخكې ورباندې وينه راغله بل وخت دې ورته وګوري ، چې طواف په كې وکړي ، خو طواف به له سره پيلوي. د مشهورو علماوو په نزد دغه د حل لارې دي ، له دې څخه هم منع نه شته ، چې ښځه دې داسې دوا وكاروي ، چي له هغې سره وينه ودريږي ، دا كار شرعاً مباح دی او بدن ته هم كوم زيان نه رسوي. والله اعلم استفتاء : د قدر وړ مولوي صيب ، زه يوه ۶۶ كلنه ښځه يم په (۱۹۹۰) كي مې د حج فريضه اد اء كړيده زما سوالونه په لاندي ډول دي : ۱= ايا دا ماته روا دي ، چې له محرم پرته حج ته ولاړه شم؟ ۲=ايا دا ماته روا دي ، چې د خپلې عمرې ثواب له خپلو والدينوڅخه يوه ته وبخښم؟ كوم يو غوره دی؟ سره له دې ، چې دعمرې خرٍڅ مې خپل اولاد راكړی وي . فتوا : د ځينو علماوو په اند كه چېرې د فرضي حج او عمرې هوډ لري بيا د داسې كس ملګرتيا اړينه ده ، چې دا ورسره ځان په امان كې وويني ، مګر په نفلي حج او عمره کې له خاوند او يا کوم بل محرم پرته تګ ورته روا نه دی . (مالكي او شافعي مذهب) د مالكي مذهب وروستي علما ء واېي ، چې يوازې د داسې ملګري شتون اړين دی ، چې له هغې سره ځا ن په امان كې وويني. د احنافو مذهب وايي ، كه حج او عمره فرضي وي يا نفلي د ښځې سفر له خاوند او يا محرم پرته روا نه دی او همدا قول راجح دی . د عمرې د ثواب په اړه ، دا ستا خپل واك دی چې ثواب يې چاته بخښې ، ثواب ېې هغوی ته رسيږي پرته له دې ، چي ستا په ثواب كي څه كمی راشي . د عمرو په كولو كې هيڅ كومه ستونزه نه شته ،كه درته شوني وي اول د پلار له لوري عمره اداء كړه او بيا د مورله خوا. د عمري د اداء كولو كړنلاره استفتاء : ۱- دا مې هيله ده ، چې عمره اداء كړم، خو په دې نه پوهيږم چې څنګه او له كوم ځايه يې پيل کړم او څنګه يې پا ړی ته ورسوم؟ ۲- ددې هوډ هم لرم ، چې د خپل مړو مور او پلار لپاره عمره اداء كړم، ځكه په دې پوهيږم ، چې ثواب ورسيږي خو په دې نه پوهيږم چې څرنګه يې اداء كړم؟ فتوا: د لاندې ټكو په بيانولو سره به د عمرې احکام درته په ډاګه كړم : ۱ ـ ميقات (د احرام د تړلو ځای ) ته د رسيدو نه مخكې په تا باندې هيڅ نشته،ستا سفر كه د هوا د لارې وې او كه د اوبو له لارې. ۲ـ ميقات ته له رسيدو سره سم په تا باندې د عمري احرام واجب دی. يعنې د نر لپاره د كاليو ويستل او د احرام لباس(لونګ) اغوستل او د ښځې لپاره يوازې د مخ لوڅول . ۳ـ اودس اويا غسل كه چيرې شونی وي او ورپسې بيا دوه ركعته د عمرې سنت اداء كول. ۴ـ بيا د عمرې نيت تړل ، چي وايي : ( اللهم اني اريد العمرة فيسرها لي وتقبلها مني لبيك اللهم لبيك لا شريك لك لبيك ان الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك) يعنې اې خدايه ما د عمرې اراده كړې ته يې راته اسانه كړې او ته يې قبوله كړې ، تاته په اطاعت ولاړيم ، هيڅ ساری نه لرې ، تا ته په اطاعت ولاړيم ، ټولې ثناوې او صفتونه تا لره دي ، پاچاهي ستا ده هيڅ شريك نه لرې . ۵ ـ بيا به مكې مكرمې خواته ګرځې ، تر ننووتلو وروسته كعبې شريفې خواته به مخ واړوې او اوه ځله به پر كعبې شريفي را وګرځې ، البته نيت به دې د عمرې طواف وي ،بيا به دوه ركعته د طواف سنت وكړې، بيا به زم زم اوبه وڅښې او د صفا او مروه غونډۍ خواته به لاړ شې ، اووه ځله به ځغا سته ووهې ،بيا كه نر وې سر به وخريې او يا به يې د درې سانتي مترو په اندازه كم كړې،او كه چيرې ښځه وې ږېښتان به يوازې كم كړې. كله چې دا كارونه پای ته ورسيدل عمره اداء شوه.دې كې هيڅ ستونزه نشته ، چې د خپل مړه مور يا پلار پر ځای عمره اداء كړې او تاته د هغوی د عمرې په اندازه ثواب دررسيږي. كړنلاره يې پاس بيان شوه.
وروستي