رفيع الله
دپنځوكلونوپه تېرېدو سره يوځل بيا افغانان دپارلماني ټاكنو لارڅاري اوسترګې پلاره يې دي اوداسې هيلې په زړونو كې لري چې دټاكنو يوه شفافه او له هر راز ،مشكلاتو،سردرديو،درغليواو لاسوهنوڅخه پاكه پروسه په مخكې ولري او ټاكنې په يوه روښانه فضاكې ترسره شي.
پارلمان ياولسي جرګه په يوه هېوادكې ديوې كورنۍ دمشرانوحيثيت لري ،هغه داسې كله چې په كورنۍ كې داولادونوترمنځ او دهغوى دكارونو اواعمالو ته په كتلوسره مشران تصميم نيسي ،اوخپل اولادته نيكې اوګټورې مشورې وركوي ترڅوهغه پخپل ژوندكې لاهم بريالي واوسي اودخپل كور ټولنې اوهېوادته ديوه فعال اوپرمسؤوليته شخص په توګه وړاندې شي اوكه كوم يو پكې ناغېړي كوي نوهغه سمې لارې ته راكاږي .
پارلمان هم په همدې ډول په هېوادكې روانوحالاتو ته په كتنې سره خپل مجلسونه اوجلسې دايروي ،غونډې كوي اوپه پاى كې داسې يوه پرېكړه كوي چې دهېواد دبهبود لپاره پكې ګټه وليدل شي اوموجودمشكل ته دحل يوه داسې لاره وګوري چې هغه قانع كوونكې وي.
كه په كوم وزارت كې نواقص وليدل شي نوپارلمان لخوا هغه وزير خپل مجلس ته رابلل كېږي اواستېهزاكوي يې كه چېرې هغه وزير په اداره كې داسې مشكل ولري چې دحل كولو وس اوتوان يې نلري ،نوپارلمان ورته لارښوونه اودحل په برخه كې ورسره مرسته كوي اوكه په رښتياهم دغه شخص په كاركې غفلت اوبې اعتنايي كړې وي ،نوپارلمان داحق لري چې له ده څخه داعتماد رايه واخلي اوسلب اعتماديې كړي اوله خپلې دندې څخه لاس په سرشي .
خوپه ډېرتاسف سره بايدووايم، موږاوتاسو ګوروچې زموږپه هېوادكې بياداهرڅه برعكس ترسره كېږي كه كوم وزيردكوم كاري جرم له امله پارلمان ته وغوښتل شي اوله هغه څخه داعتماد رايه واخستل شي اووظيفې ته له ورتګ څخه يې مخه ونيول شي ،نودپارلمان له دروازې څخه لا وتى نه وي چې بياپه ارګ كې دسلاكاروزير اوياهم په داسې پوست باندې ګمارل شوى وي چې له و زارت څخه هم پورته وي.
نو ايادې ته پخپله يوجرم نه شو ويلاى چې دولسمشر لخواترسره كېږي ، چې يوشخص ديوه كار دوړتيادنه لرلوپه صورت كې برطرف كېږي او دى يې بيابېرته خپل مشاور كوي نوايادا دپارلمان دپرېكړې اودملت داستازيوپه خولوپورې خندل ندي او اياداپه دې دلالت نه كوي چې ښاغلى كرزى هم پخپله يوه سالمه اوپرمختللې اداره نه غواړي؟
په پارلمان كې بايد دملت استازي څه ډول اشخاص اودكومومشخصاتواوځانګړتياوو لرونكي و اوسي.
په پارلمان كې دملت استازى بايد دهغه هېواد تبعه وي اودبل هېواد هستوګن اويايې تابعيت ونلري،دلوړوزده كړولرونكى وي،په كوم جرم كې ښكېل نه وي ،دولس په خوښه پارلمان ته راشي،نه چې دهرصندوق پرسريې خپل نماينده درولى وي اودخلكورايې ياپه زوراويايې په چل اوول دخپل كانديدپه ګټه استعمال كړي،هېڅ وكيل داحق نلري چې دچارايه دزورله لارې خپله كړي ،كه چېرته داسې كومه پېښه رامنتځه كېږي نودانتخاباتودشكاياتوكمېسيون دادنده لري چې دداسې كار مخه ونيسي .
درنولستونكيو يوه كيسه راياده شوه چې داڅو ورځې دمخه يوه ملګري راته وكړه او زيات يې خواشينى كړى يم نواړينه يې بولم ترڅويې له تاسوسره شريكه كړم اوترې خبرشو چې څه شوي اودچالخوادڅه په خاطرشوي دي فكركوم زما لدې ليكنې سره ښه اړخ لګوي اوښه ورسره په قالب كې جووړه راځي.
په دفتركې ناست وم چې يو ملګرى مې له ټك ټك وروسته شعبې ته راننوته په ليدويې هم خوښ شوم اوهم حيران ،ځكه چې هغه كله هم بغيرله څه ويلوڅخه زما ترخواندى راغلى ،خيرپه هرحال له روغبړاوحال پوښتنې وروسته راته مخامخ كېناست ماهم خپل كار كاوه اوهم له ده سره خبرې،ده راته په خبروكې وويل چې ملګريه دانتخاباتولس كارتونه مې پكاردي چې دكابل ولايت وي،ما ورته وخندل اوورته مې ورغبرګه كړه هلكه لكه چې ځان دې كانديدكړيدى ،رايې دې هم سرله وخته پوره كړيدي اويواځې لس رايې دې كمې دي ،ده راته وويل نه دخداى دوسته ما ځان ندى كانديد كړى ،استاد مې ځان كانديد كړيدى ،ما ورته وويÙ
„ نوستايې پر استادڅه بياته خو دكابل څخه هم نه يې نوبيايې څه كوې ،هغه وويل خبره داسې ده چې استادمو په ټولګي كې پرهرشاګرد لس كارتونه حواله كړي دي او داسې يې هم ويلي دي چې كه هرچارانووړل نوبيادې په امتحان كې دكاميابۍ خوبونه هم نه وينې، چې له خولې نه يې سور اور وورېږي اوڅومره لايقه وي بيابه هم رانه كامياب نشي.
زما داملګرى په (ليسه سواد حياتى شيرپور)كې زده كړيال دى ،ده راته دخپلوخبروپه ترڅ كې داهم وويل چې په تېرو پارلماني ټاكنوكې زموږددغه استاد كوم خپلوان ځان كانديدكړى وه هغه وخت يې هم ورته كارترسره كړيوه اوپه مكتب كې يې ورته دشاګردانوله ليارې كمپاين كاوه،ده وويل چې زيات شمېرشاګردان چې پخپله دكابل اوسېدونكي نه وو لكه دده پشان ،اوله چاسره يې پېژندل هم نه ترڅوتريې كارت اخستى واى ،نوهغوى يې پردې مجبوركړل ترڅوپه پنځه اولس ډالروباندې يوكارت واخلي اواستاد ته يې راوړي اودهغه دوست پرې پارلمان ته لاره پيدا كړي ،بل داچې كوم كارتونه دشاګردانولخوا استادت
ه وركول كېدل دهغوكارتونودكاپي كوولوپيسې هم له شاګردانوڅخه اخستل كېدې ،يوكارت په دوه افغانۍ كاپي كېده ،خودوكيل صاحب چمچې بياديوه كارت دكاپي كولولپاره له شاګرد څخه لس افغانۍ اخستې او همدا لړۍ اوس هم روانه ده.
خولكه د تېرځل په شان اوس يوځل بيا داسې ګنګوسې اورېدل كېږي ،چې استاد بيا دبل چالپاره دترازوډنډۍ وهي اوپخپله يې استعفاكړې اوبياغواړي چې دشاګردانوپه كارتونوكوم يو بل بې پولې كانديد بريالى كړي.
ښه نواوس راځئ قضاوت وكړو اوبياتصميم ونيسو چې څه بايد وكړو ،اياداچې يوشخص غواړي چې له خپلې مقدسې وظيفې څخه اوبياهغه وظيفه چې زموږسترپېشوا حضرت محمدص ته وركړشوې وه اود مسلمانانوته دلارښوونې لپاره را استول شوى وه چې داسپېڅلې وظيفه دمعلم ده اوزموږځينې بې مسؤوليته ،بې دينه ،بې منطقه اوناپوه كسان چې غواړي دمعلم نوم وشرموي دنوروګټې په خاطريې اى كاش چې دادومره خيانت اوغلطي يې دخپل ځان لپاره كولى ديوې وسيلې په توګه كاروي،ايادازموږمقدساتوته په نه درناوي دلالت نه كوي ،اياداددين ،اسلام اومذهب توهين ندى؟
داچې يوڅوك ستاپه رايه بريالي شي اوسبايې درته لاس درشوت لپاره اوږودكړى وي ايا دابه ډېردردوونكى ساعت نه وي؟
هغه متل دى چې وايي:
زماله لاسه سړى شـــــوې
اوس مــــاته خوړنى شوې
نودازموږ ايماني او وجداني وظيفه ده ترڅودداسې اشخاصوله څېروڅخه نقاب پورته كړو او دملت اودولت په مخكې يې رسوا كړو.
كله چې په يوه جامعه كې داسې اشخاص وجود ولري هغه جامعه به هېڅكله هم دپرمختګ پرلورګام پورته نكړي ،اونه له خپلوسيالانوسره په يوه قطاركې ودرېږي ،دداسې اشخاصومخه بايد ددولت له لوري مخكې لدې ونيول شي ترڅودخلكوپه سترګوكې خاورې واچوي اوخپل ځان دپارلمان ترڅوكۍ ورسوي اوهلته بياخپل خوب ښه په ډاډه زړه سره ترسره كړي.
وروستي