په افغانستان کې د امریکایانو د اشغال په پلمه د طالبانو لخوا د افغانانو وژنه په درز روانه ده. اوس خلک وايي چې طالب هغه پخوانی نه دی، طالب ډېر هوښیار شوی، طالب نړۍ لیدلې او اوس به هغه تېروتنې نه کوي چې پخوا یې کولې. خو حقیقت څه دی؟ طالب همدا اوس کومه داسې اشاره رسولې چې تر پخوا بدل او پوهه ښکاره شي، کوم کار یې کړی چې دا ثابته کړي چی د علم او رغونې مخالف نه دی بلکې د هغو په ارزښت پوهېږي. په دې اړه د ساري په توګه لاندې څو پوښنې را اخلو:
طالب وايي که موږ واک ته ورسېږو نو د نجونو د زده کړه مخالف نه یو. طالب چې اوس د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې راج چلوي، د نجونو کوم ښوونځی فعال دی؟ آیا داسې بېلګه شته چې ووایي چې نجونو په حجاب او پرده کې د طالب په سیمه کې دوولسم ټولګی ختم کړ او یا یې هم په دیني مدارسو کې درس ووایه او یا د طالب په سیمه کې مدرسې ښې منظمې روانې دي؟!!
همدا اوس د هېواد په پښتون مېشته سیمو کې دری ملیونه او اووه سوه زره ماشومان له زده کړو محروم دي. همدا اوس سلګونه ښوونځي بند دي، آیا دغه سلګونه ښوونځي د پنجشیر په عنابه، د بامیانو په پنجاب او د دایکندي په اشترلي ولسوالۍ کې بند دي او که نه دهېواد د سویلي ولایتونو په خاک افغان، معروف، خاکریز، موسی کلا، کجکي او باغران کې او نورو ولسوالیو کې؟!
پولیو (فالج) ناروغي له نړۍ څخه محوه شوې، یوازې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده. په افغانستان کې هر وخت د فالج پېښې اعلانېږي او دا ټولې پېښې په کندهار، هلمند او یا کنړ کې او بالخصوص په هغو ولسوالیو او کلیو کې رامنځ ته کېږي چې طالب پکې واکمن دی، طالب د پولیو پر ضد واکسین بند کړی.
په کوم ځای کې چې د پروژې (سړک، ښوونځي، بند او بل کوم عام المنفعه) اعلان وشي هملته ټک طالب له ټوپک سره حاضر شي، نر نه دی چې څوک په امن ترې تېر شي. د یوې کوچنۍ پروژې لپاره به لس ځله کوټې ته په نانواتې ځې. بیا به لس فیصده طالب قوماندان ته ورکوې بیا به بل طالب درځي هغه ته ځان جیب خرڅ ورکوې ځکه هغه بل سرګروپ دی او بیا به دې هم لکه د شوراوک د سړک په څېر سر او مال په خطر کې وي. طالب به راځي او هر څه به درته سیځي او کارګر به دې د کوټې په زندان کې پروت وي، یا به د انجینر د محلي طالب د مرمیو خوراک وي.
د افغانستان په سلو کې اته نوي سلنه خلک بزګر او مالداري کوي، ژوند یې په همدې چلېږي خو طالب د هرې ولسوالۍ هغه لار چې په هغو د پولیس او اردو د تګ امکان شته هغه یې په خلکو بنده کړې، نور که خلکو ته هر څومره اقتصادي ضربه ده پروا یې نشته او که هر څومره یې ناروغ سخت دی په بلا یې وهه. ایا دا د طالب بدلون دی؟
طالب د تېرو دوو لسیزو را پدېخوا په جګړه بوخت دی، او ځان د افغان ځورېدلي ولس اصلي وارث او حقیقي دوست ګڼي خو بیا هم د امریکايي پر ځای د همدې ولس له زوی سره په جګړه بوخت دی. د امریکايانو هډه د کندهار په هوايي ډګر، یا په بګرام او یا د ننګرهار په ګمبیري کې واقع ده، خو طالب بیا په بادغیس کې په جګړه بوخت او د افغانانو په وژلو امریکایی وباسي.
سړک ونړوه، پول والوزوه، ښوونځي ته بم کېږده، سوداګر او تجار را ونیسه یا یې برمته کړه، ډالر ترې غواړه او یا یې لارۍ وتښتوه، بیا وايي طالب بدل شوی؟! د طالب کومه نښه د مثبت بدلون ده چې وښيي چې دوی هوښیار شوي او د افغانستان اصلي دوستان دي!!!
طالب چې هره پوسته، هره ولسوالی او هر ولایت نیولی هغه یې له بېخه سوځولی دي. کندز او غزني ټولو ولیدلي، له غوري جهان سوز وروسته طالب ؤ، چې د غزني د سلطان محمود غزني ښار یې لولپه کړ.
که طالب ريښتیا بدل وای نو اوس به یې خپلو جنګیالیو ته ویلي وایی چې تر نورو سیمو باید د طالب د سیمې د معارف کیفیت لوړ وي، د نورو سیمو پر ځای د طالب په سیمه کې امن دی، شر او فساد نشته نو نجونې باید په ډاډه زړه درس ووايي. که طالب بدل وای نو پول او سړک به یې نه ورانول چې دا د ولس میراث دی، په دې خو ټرمپ او غني نه تېریږې بلکه همدغه غریب ولس ګټه ترې اخلي، همدا ولس باید آسوده وي. طالب که بدل وای نو حد اقل د ګلبدین حکمتیار غوندې به یې ویل چې افغان دی نو زموږ ورور دی زموږ دوښمني له اشغالګرو سره ده. او ډېر داسې نور...
وروستي