وړمه ورځ مې د افغانستان د انتخاباتو نتايج د انټرنيټ له لارې خلاص كړ په ډېر خپگان سره مې وليدل چې د كابل د ښار او ولايت د ۳۳ وكيلانو څخه يوازې ۶ تنه محدود پښتانه شورا ته كامياب شوي دي په داسې حال كې چې د كابل د ولايت په ټولو ولسواليو كې پښتانه اوسيږي او د كابل اصلي اوسيدونكي د تاريخ په اوږدو كې په اكثريت ډول پښتانه وو، نو له دې كبه زما سره سوال پيدا شوچې ولې په كابل كې هميشني اكثريت پښتانه په ډېره لنډه تاريخي موده كې په كوچني اقليت بدل شول؟ د دې مسلې څومره موده تېره شوې ده اوگورو چې د ظاهرشاه د حكومت په وخت كې د افغانستان د څو ليو ولايتونو يعنى كابل هرات بلخ او ننگرهار څخه څومره پښتانه شورا ته د هغه وخت د نفوسو د شمېر په كتنې سره انتخابېدل ، د دقيقو پلټنو څخه ورسته داسې ارقام لاس ته راغلي دي-د كابل د ښار او ولايت څخه ۷۰ په سلو كې ، د كندهار څخه ۱۰۰ په سلو كې ، د هرات څخه ۶۰ په سلو كې د بلخ څخه ۴۰ په سلو كې او د ننگراهار څخه ۹۰ په سلو كې پښتانه وكيلان شورا ته انتخاب شوي وو. د سږ كال په انتخاباتو كې په كندهار ، ننگراهار او بلخ كې د ظاهرشاه د وخت د انتخاباتو سره په نصبي ډول كم توپير ليدل كيږي ، خو د كابل او هرات ولايتونو په انتخاباتو كې چې همېشه د پښتون ټبر مركزونه وو اقليت پښتانه ورڅخه انتخاب شوي دي.
وبه گورو چې د دې پروسې اصلي عوامل څه شى دى، چې په تاريخي لحاظ په ډېره لنډه موده كې د پښتنو غالب اكثريت په يوه كوچني اقليت بدل شو. د ثور 1357 ه. ش. كال د انقلاب (كودتا) د پيل څخه ورسته د گوند د ديموكراتيكو اصولو په چوكاټ كې (د ټولو مليتونو په منځ كې وروري او برابري ) په نتيجه كې د دولت واگې ورو ورو د تجكانو او هزاره گانو استازو ته لاس ته ورغى. د وخت ولسمشر ببرك كارمل او لومړي وزير سلطان علي كشتمند سياست تل د سكتريزم د تيورۍ پر بنياد اېښودل شوى وو. دوۍ دواړه په جوته د ملي او ديموكراتيك اصولو پيرو او په پټه كې د ستم ملي د گروپ لوى رهبران وو. د دوۍ هميشنى سياست د ليو ښارونو څخه د پښتنو شړل او د هغوى پر ځاى د تجكو او هزاره گانو ځاى پر ځاى كول وو. د كابل او د هرات د ښار ټولې رهايشي پروژې د ډېرو كمو پيسو پر بدل كې د شمالي ولايتونو تاجكانو او د مركزي برخو هزاره گانو ته وويشل شوې. د څورلسو كالونو په موده كې په سلهاوو زره تاجكان او هزاره گان د ياد شوي ولايتونو څخه كابل هرات او نورو لويو ښارونو ته راوكوچيدل ، دغې پروسې د احمدشاه مسعود د تورې كودتا راورسته لا څو چنده زور واخيست چې په نتيجه كې يې د كابل د ښار نږدې هوارې ځمكې او چار چاپېر غرونه همدا رنگه د هر ات د ښار خوا او شا ځمكې په زور په مختلفو بهانو ونيولې او خپل كورونه يې ورباندې اباد كړل، د وخت حكومت د دې چور او چپاول هڅ مخنيوى ونه كړ. د مثال په ډول د كابل شاوخوا غرونه او دښتې چې سرحد يې د پروان لوگر او وردگو ولايتونو ته ورسيد د كابل ښاريانو دا ښارگوټي يې د زوراباد په نوم ياد كړل، په داسې حال كې چې بدخشان ، پنجشير ، كاپسا، پروان، باميان ،داى كونډي، غزني او وردگو ولايتونو پنځوس په سلو كې تاجك او هزاره نن ورځ د افغانستان په لوى ښارونو خوصا په كابل او هرات كې راټول شوي دي. د دې ولايتونو اوسيدنكو د وليتونو د پخواني شمېر له رويه د شورا لپاره د خپلو نماينده گانو ونډه په خپلو ولاياتو كې اخيستي ده . او د همدې ولايتونو اكثريت پخواني اوسيدونكي چې په كابل هرات او نورو ولايتونو كې استوگنه غوره كړې ده د خپلو مليتونو منتخبو ننماينده گانو ته خپلې د باور رايې وركوي چې په دې ډول په يوه غشي دوه مرغى ولي، دا چې څرنگه د مسعود او دوستم بړيڅې د ټوپك په زور په شمالي ولايتونو كې پښتانه چې په كالونو كالونو هلته اوسيدلي دي د خپلو كورونو او ځمكو څخه شړي او ولې يې شړي نه غواړم چې دلته ورباندې څه وليكم ځكه په دې هكله پخوا هم يو څه ليكل شوي دي. د دې قاضې د حل لپاره دوه لاندې ټكي غواړم د اوسنيو چارواكو غواگونو ته ورسوم او روڼ اند او بيدار افغانان هم په دې خبر كړم چې كه د دې غلت سياست ژر تر ژره مخنيوى ونه شي راتلونكى به يې ډېره خطرناكه وي.
۱-د لويو ښارونو خوصا د كابل او هرات د ښارواليو اړوند كاركونكي بايد د ځمكو او كورونو په وركولو(توضيع) كې مليتيز جوړښت ټينگ په نظر كې وساتي ، همدا رنگه هغه ځمكې او غرونه چې پرته د ښاروليو د نقشې او اجازې څخه په زور نيول شوي دي بدون د قيد او شرطه مستردې كړي، د كورونو څښتنانو ته د موادو پيسې وركړي او خپلو ولايتونو ته دې يې ولېږي.
۲- د دې لپاره چې د كابل ، هرات، غزني او داسې نورو ولايتونو د پښتنو حقوق خوندي ساتل شوي وي د انتخاباتو په قانون باندې دې له سره كتنه وشي، يا خو دې په ټولو ولايتونو كې د پخوا په شان استازي په ولسواليو وويشل شي او هره ولسوالي دې خپل كانديد په خپله په جداگانه ډول وټاكي او كه په ټولو ولاياتو كې د ځينو ماعزير و له كبله امكان ونه لري نو د كابل ، هرات غزني او وردگو ولايتونو كې دې خمخا د ښارونو او ولسواليو استازي بېل شي. په دې صورت كې به په يقيني ډول هر چا ته برابره ونډه ورسيږي او هغه شخړې چې د دې قاضې په سر باندې به په راتلونكي كې د افغانانو تر منځ پېښيږي مخه به يې نيول شوي وي.
په ولايتونو باندې د استازو د برخې مسله يوه بله د سوال لاندې مسله ده. د مثال په ډول د پښتنو د ۷ ولاتونو (كندهار، ننگرهار ، كونړ، لغمان، پكتيا ، پكتيكا او خوست )څخه جمله ۵۱ استازي شورا ته انتخابيږي په داسې حال كې چې د نورور څلورو ولاياتو(هرات ، بلخ، كندوز، او بدخشان) چې اكثريت اوسيدونكي يې تجكان او هزاره گان دي جمله ۴۷ وكيلان شورا ته راليږي چې دغه ويش د زمري او د ګيدړې د كيسې غېرې عادلانه ويش دى چې په هېڅ صورت سره د افغانستان د ولايتونو د نفوسو د سر شمېرنې سره تطابق نه لري، زه په دې باور لرم چې د جنگ د خلاسيدو سره سم به ټول پردي زورو له افغانستانه څخه اوځي، خامخا به په هغو قوانينو او فيصلو چې د يو چا د خوشالى لپاره په اساسي قانون كې ځاى پر ځاى شوي دي له سره غوور او كتنه كيږي . د بېلگې په ډول د يو څو كليو څخه د ولايتونو جوړول او ولسي جرگې ته داستازو د انتخاباتو قانون.
چې په دې ډول به حق حتما حقدار ته رسيږي.
ومن اله توفيق
وروستي