په وطن وير

ولې نه ژاړم زما وطن د بل شو
پنجابي غلام د روس مخبر اتل شو
د وطن خرڅلاو ته ناست و بازار گرم
چې له يوې خوا زور په راغى نو د بل شو
يو څو ورځې د كابل په تخت چې كښيناست
نو د خپلې مور او خور ناموس ته غل شو
مارشالي قهرماني يې ځان ته وركړه
چې طالب راغى په منډو له كابل شو
په تش لاس طالب په كونج كې چې راگير كړ
په ډالرو يې كړو خرڅ بوش جان يې خپل شو
زړه يې هېڅ نه ساړېدو زموږ په وينو
د الله پاك په نازل ځكه اجل شو
شاه شجاع غوندې څلور پنځه ترې پاتې
امرېكا راغله اوبو كې يې اور بل شو
د ترياكو هېروينو خرڅول كړي
د لوټو بنډل يې څو چنده ډبل شو
افغانان ورپسې بيا راژوندي شوي
خپل بادار غېږې ته بيا په تښتېدل شو
نه مارشال ، نه به اتل مخ به يې تور وي
دا خاين چې د دښمن سره مو مل شو
يو بادار يې په گونډو بل يې نېږدې دى
گله گورې به يې چې ورك وطن مو خپل شو