د لندن ارماني  (طنز)

دا ژورنالییزم سرخوړلی مې د همدې لپاره ووې چې کوم خارجي سفر ته پکې برابر او بیا په یوه ښکلي ځای کې له دې وطنه ځان ورک او په عیشونو کې ژوند تېر کړم، لا ترې خلاص نه وم چې قسمت کار وکړ کرزی لالا د خدای لري نو چې امریکایانو را مخې ته کړ افغانۍ خو لا څه چې ډالر یې یاغي او انقلابي کړل، داسې یې وشنل چې خدای که څوک د شوتلې تخم دومره ګڼ و شني.
 
په خارج کې مې تر ټولو ډېر لندن ارمان و، ترخه خاطره مې یې بیخي اورېدلې نه وه، هرڅه یې خواږه خواږه و، ما وې که مړ شم ارمان به مې نه وي خو چې دا لندن یو ځل په مړه ګېډه ووینم، ورځ یې راغله او خوب مې ریښتیا شو، سهارني میټینګ کې د دفتر رییس وویل نن موږ یو ستر زیری درته لرو او غواړو څلور ځوانان لندن ته د یو ورکشاپ لپاره ولیږو، ورکشاپ هم په دې اړه دی چې څنګه کولی شو دفتري وسایلو باندې د پراپارټي سټیکرونه په مسلکي ډول ولګوو.... چې څو مې د ځان په اړه چورت واهه، زه به پکې وم که نه، د رییس له خولې مې خپل نوم واورید، د ده له همدغه یوه اعلان سره مې خوله  له خوشالۍ داسې ولاړه چې را ټولولی مې نه شوای، ما وې سټېکر د ژوندی وي چې چکر راباندې وهي.
 
بیګا چې کور ته ولاړم وضعیت مې بل ډول و، د چا خبرې خوند نه راکاوه او د چا قواره هم چندانې ښه نه راباندې لګیده، ټول چې راغونډ شول نو په  ډېر غرور مې کورنۍ د لندن له تګه خبره کړه، ټول سره څک او هک پک شول چا نه منله، وې دا لس کاله همدا د لندن خبرې کوې دنیا ورغله خو ته همداسې میخ پاتې یې ما وې دا تګ نو قاچاقي او دایمي نه دی، تګ د عزت او پیسې د سرکار، بیا زما خوښه چې هلته پاتې کیږم که راځم.
 
له خوشالۍ مې شپه په ویښه تیره کړه، لټ په لټ اوښتم را اوښتم، خوب داسې پراز را نه کړی و چې والله که رانږدې کېده هم، چې لږ به پرموښۍ یوړم نو د لندن په ښکلا ګانو کې به مې چکر وا هه، چې را ویښ به شوم نو خپله خیرنه بیستره کې به مې ځان ولید، ما وې خدایه دا خبر دروغ مه کړې که نه لیونی مې  درواخلئ.
 
ما وې څومره نیکبخته یم چې سر په دنیا به جنت ته ور شیوه شم، نایټ کلپونه، بارونه، ډانسونه، پارکونه، سینمانې، مساجونه، عجایب، میټرو، رېل، الوتکه او.... مزې به وکړم مزې او چې ولاړم نو بیا دغه خوسا او وږي وطن ته په خدای که راشم ځم بس خپلې مزې او مستۍ به کوم.
 
ورځې تېرېدې خو هره ورځ په ما یو کال وه دفتر کې مې هم کارونه شاته پاتې کېدل وجود مې دلته و خو روح او روان مې بې ویزې او بې ټکټه ځان لندن ته رسولی و.
 
لنډه به درته وایم چې د دغه ستر ارمان ورځ مې را ورسېده، شپه په ویښه تیره شوه او چې ملا اذان کاوه نو ما ځان ټکسي ته اچولی و، ټکسي وان وې ځې چېرته ما وې هوايي ډګر ته، وې هغه خو دې مخکې راته ووې له ډګره چېرته ځې ما وې ایران ته وې خوشالي خو دې د  لندن  او امریکا ده، ایران ته څوک دومره خوشاله نه ځي، خبره یې ښه را باندې ونه لګیده چوپ پاتې شوم بیا نو ده هم پوښتنه ونه کړه.
 
لمر چې ر اتود شو نو الوتکه برابره شوه، چوشمې په سترګو، بیګ په شا، دریشي کش کړې او په نیکتايي ستونی زندۍ کړی الوتکې ته ور پورته شوم، په خدای که په دې پوه شوی وم چې الوتکه څنګه چالانه شوه، څنګه په حرکت را غله او څنګه پورته شوه، بس له همدې الوتکې مې په لندن کې ډانسونه کول.
 
 الوتکه چې دوبۍ کې ښکته شوه او د لومړي ځل لپاره مې  د دوبۍ پر ښکلا ګانو سترګې خښې کړې نو  وې مې چې دا د خیټورو عربو وطن دومره په مزو کې دی نو لندن کې به څه حال وي، څو ساعته وروسته چې بلې الوتکې ته وختم، نو ان د الوتکې یې ځمکه او اسمان توپیر و، داسې نرۍ سرې سپینې پکې ولاړې وې لکه د جنت حورې، ما وې زموږ په الوتکه کې خو هغه شیوخ ولاړ و ته وا د جومات امامت ته یې نیولي دي، داسې پسته مسته الوتکه وه چې په خوب مې هم نه وه لیدلې له دې سره مې نو خوشالۍ درې برابره شو او چې څو مې ملا او اوږې ستړې او دوماغ خسته کېده نو الوته کې یو چنګکي غږ په انګازو شو وې د لندن اسمان ته را ورسیدو او لږ وروسته  یې په لندن ور ښکته کړو.
 
 له طیارې چې راښکته شوو او لندن نړیوال هوايي ډګر ترمینل ته ور دننه شوو، بس نو مخلوق ټول نیمه بربنډ، موسکی، خوشاله او له کرشمو ډک و پوښتنې موښتنې پر پاسپوټ ټاپې ماپې چې وهل کېدې موسکاوې ورسره په سپينو غاښونو او سرو شونډو خورېدې ما وې دا دی د نیک اخلاقو وطن او دا یې لا سر دی چې بیخ ته سور به یې لا څنګه وي، زموږ خلک خو داسې ترخه او له غصې ډک دي ته وايي چایې همدا اوس پلار ور وژلی او ته یې پرې نیولی یې، له وطنه خو مې زړه تور و چې تور و له خپله ځان همې هم زړه تور شو ما وې دا دی اخلاقي مخلوق.
 
له دغې پروسې خو هم راتېر شوو خو چې لږ مخکې ولاړو نو په خدای که په دې پوهېدو چې اوس له میدانه څنګه ووزو  خو چې لږ مو له انساني څيرو سترګې یوې بلې خوا واړولې نو د هر څه لار ښوونې په رڼو او ښکلو بورډونو کې داسې ښایسته ښکارېدې چې د پوښتنو ځای نه پیدا کېده، خدای مې د غاړې نه بندوي وخت یو څه ډېر تېر شوی داسې لیفټ غوندی یو شی و چې له هوايي ډګره یې د ښار خوا ته را وایستلو او چې را ووتلو او له دغه ماشینک را ښکته شوو، نو یو ځل بیا سره حیران شوو چې اوس څنګه او چېرته مخکې ولاړ شو. له یوه سړي مو پوښتنه وکړه هغه را ته کړل چې دلته نقشې او ادرسونه دي، لږ مخکې ولاړ شئ له هغه ځایه ټکسي موټر ځي ادرس ورښکاره کړئ باقي د دوی کار دی ټیک به مو خپل ځای ته ورسوي، مخکې روان و چې پام مو شو ټول خلک له موږ څخه مخکې کیږي او موږ وروسته پاتې کیږو، چې سر مې پورته کړ څه ګورم چې خلک همداسې په منډو دي، ما وې په خدای لکه چې په خطر ناک ځای کې یو او سړي هسې ګپ را کړی چې دلته ټکسي موټر دي الله مو دې سر ته خیر کړي بس موږ هم بیګونه په شا منډې مو کړې، ما وې دا د کوپر ځانمرګي لکه چې تر موږ مخکې را رسیدلي که څه ټکه را لوېدلې چې ټول خلک تښتي، بس ملګرو یو بل ته سره کړل چې موږ خو تېښته او منډه کې تکړه یو تل مو منډې کړې نو راځئ دا کوڅه په خوله ورکړو ګوندې دلته خطر کم وي، کو څې ته چې شوو ګورو چې هلته هم خلک همداسې منډې وهي، ما وې خینو بلا ستره ده دلته مو بیا منډو ته کش ورکړ، داسې ګامونه مو ویشتل چې دوی را ته حیرانه و  چې دا خانه خرابي پولیسو را په مخه کړي که په څه پسې ټوپونه وهي، کوڅه کې مې چې یو شي ته پام شو هغه دا و چې د فسټ فووډو دوکانو مخکې بیا ځینې کسان دریدل او خواړه یې را خیستل او همداسې په ټوپو ټوپو کې یې خوړل، ما وې نو چې دومره خطر کې دوی دا ډوډۍ څنګه خوري، بیا مې وې هغه متل به له همدې ځایه را غلی وي چې ”مرګ د وي په مړه ګېده د وي“مخکې چې ولاړو بس پولیس راباندې شکمن شول محاصره یې کړو توپانچې یې را وایستلې په دو کریغو یې راته د پروت امر راکړ څلور واړه پړمخې څملاستو دوی را غلل اول خو یې بکسونو کې داسې اوږدې کړکۍ (چنګکې) بندې کړې او را څخه کش یې کړل بیا  یې له همغه لیرې په کوم زره بین و که څه بلا وکتل، زما په غاړه کې خو د پدرنالتي بیګ تسمه بنده شوه کورتۍ یې را ته دوې بیژې کړه او چې ستوني ته شوه نو پولیس پوه شو چې سړی مې خوږ کړ را غی او تسمه مې یې له غاړې خلاصه کړه، چې پوه شول چاودیدونکي توکي نشته ورسره او غله هم نه دي نو پوښتنه یې وکړه چې ولې منډې وهئ، ما ورته وې هلکه سترګې دې شته دا خلکو ته وګوره خو ټول همداسې یو له بل منډې وهي، موږ هم هی کړل چې اوس په موږ کومه بلا را پرې نه وزي، دا مې چې ورته ووې پولیس مسلکي و پوه شول، یو پکې لږ موسکی غوندې شو بیا یې کړل چې د کوم ځای یئ، ما وې د افغانستان، لږ شیبه په چرت کې شو بیا پوه شو نوم ورته اشان و توپانچه یې تیکي ته کړه، پاسپورټ یې رانه وغوښت ویې کوت او داسې ډاډ یې راکړ: بیغمه ګرځئ دلته نه څوک له چا منډې وهي او نه څوک چا پسې منډې وهي دلته خلک په ژوند او ژوند په خلکو پسې په منډو وي او دغه منډې د کرکې نه د مینې منډې دي.  
 
ما چې فکر وکړ هلته خو ژوند په ټيلو ټيلو په حرکت نه راځي او دلته همداسې خیزکې وهي او هغه هم د مینې خیزکې او ټوپونه بس چې کوټې ته راورسیدم اول مې همدغه یادښت ولیکه او بیګا له ورکشاپ وروسته ځو نایټ کلب ته د هغه ځای کیسه بیا بله ورځ درته کوم.