د ملکي تلفاتو عوامل؟

د ملکي تلفاتو عوامل په دریو کتګوریو ویشلی شو چې افغان امنیتي ځواکونه، طالبان او خپله ملکي وګړي د دې سبب کیږي چې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ډېره شي، په دې لیکنه کې ډېر فوکس په ملي امنیتي ځواکونو شوی ځکه تر ډېره دوی د خلکو پر وړاندې ډېر مسوولیت لري د ملي امنیتي ځواکاونو مسوولیت دی چې د ولسي وګړو ساتنه وکړي، دوی د یو داسې رسمي دولت استازیتوب کوي چې د بشري حقونو او ژنیو نړیوال کنوانسیون غړیتوب لري. 
 
الف، افغان امنیتي ځواکونه:
لومړی: نامسلکي توب او د پوهاوي کموالی، افغان ځواکونه تر ډېره د هوايي بریدونو او درنو وسلو په کارولو کې لا نورې روزنې ته اړتیا لري، دغه ځواکونه هغسې چې ښايي خپل هدف په دقیقه او مشخصه توګه په نښه کړي نه یې شي په نښه کولی د DC توپونو له کارونې ډېر شکایتونه کېږي چې تخریب او زیان یې د پام وړ ډېر دی مګر د مخالفانو په ځپلو کې دومره اغیزمن نه دي، نو دولت او نړیواله ټولنه دې د په دې برخه کې افغان ځواکونو ته لا نوره روزنه په پام کې ونیسي.
 
دویم: امنیتي ځواکونو کې د استخباراتي کړیو شتون، د ملکي تلفاتو په ډېرښت کې دغه ستونزه هم له پامه نه شو غورځولی، ځینې استخباراتي ادارې کوښښ کوي چې د افغانستان د نظام پر وړاندې له هر ډول تکتیک کار واخلي او نظام له پښو وغورځوي نو ښايي ځينې عناصر په افغان ځواکونو کې هم وجود ولري چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له لارې خپله استخبارتي دنده ترسره کړي، دولت ته پکار دي چې د امنیتي ځواکونو چاڼ او فلټر نور هم دقیق کړي.
 
درېیم: احساسات، له بده بخته افغانستان د نړۍ په سطحه د سواد په ټیټه کچه کې دی او افغان ځواکونه دغه کتګورۍ کې یو ګام نور هم وړاندې دي، په ټولنو کې هغه ماشومان بې سواده پاتې کیږي چې د کورنۍ مشران چندان پاملرنه نه ورته کوي ښوونځي او سواد ورته ارزښت نه لري او یا هم د ښوونځیو د نه شتون له کبله له لیک لوست پاتې کیږي چې دغه ډول خلک تر ډېره عقده من او احساساتي را لویږي او د مسوولیتونو پر وخت د عقل او تدبیر پر ځای له احساساتو کار اخلي، د افغان ځواکونو ځینې سرتیري همدغسې ځوانان دي، خپل احساسات نشي کابو کولی په تېره هغه مهال چې جګړه کې د دوی ملګرو ته زیان ورسېږي ملکي وګړي خپل هدف ګرزوي.
 
څلورم: کینه او تعصب، افغانستان کې اوږدې جګړې  د نورو زیانونو تر څنګ له بده بخته د تعصب زړي هم ښه پرېمانه کرلي ژبني، سمتي، قومي، نژادي او مذهبي تعصب او تاوتریخوالی اشخاصو کې پاتې کېږي که دغه ډول خلک هر څومره د افغان ځواکونو لیکو کې کم هم وي مګر ملکي خلکو ته د زیان اړولی شي، دغې برخې ته هم  د دولت له خوا جدیت پکار دی چې متعصب کسان له لیکو لیرې کړي.
 
پینځم: بې پروايي او نه پاملرنه، دغه هم یو ستر لامل دی چې له بده بخته ځینې افغان ځواکونه له ملکي مرګ ژوبلې سره مخ کوي، ځینې وخت په جګړه کې په بې پروایئ خپلې وسلې کاروي، پرته له دې چې هدف په سمه توګه مشخص کړي یوه سیمه تر برید لاندې راولي چې د هدف پر ځای ملکي وګړي له مرګ ژوبلې سره مخ کوي.
 
شپږم: نشه يي توکي، افغان ځواکونه د جګړې په سیمو کې د ډېر وخت لپاره له خپلو کورونیو لیرې پاتې کیږي او د خپلو کورنیو ستونزو ته رسیدګي نشي کولی، همدا ډول له خپلو نظامي ملګرو پرته له نورو خلکو سره ناسته ولاړه نه لري او د لومړۍ کرښې ځواکونه د ژوند له اړینو اسانتیاوو برخمن نه وي ځکه د دوی ځینې غړي په تېره نوي ځوانان نشه يي توکو ته مخه کوي، دغه کړنه هم د دې لامل کېږي چې د جګړې په ډګر کې پر ځای او اغیزمنه پرېکړه ونه کړي او د ملکي خلکو ژوند ته پام وانه ړوي.
 
 اووم: وېره، جګړه له مرګ سره د مبارزې ډګر دی چې دغه حالت د هر سرتیري ژوند ګواښي او دغه وېره سبب کیږي چې امنیتي ځواکونه په ځینو موقعیتنو یا خلکو شکمن شي او برید ورباندې وکړي چې ګڼ مثالونه یې د سوشیل میډیا له لارې خلکو لیدلي.
 
ب: طالبان
وسله وال طالبان د جګړې یو اړخ دی چې ملکي مرګ ژوبله کې ډېر پړه بلل کېږي، د سړکونو تر غاړو او د عامه خلکو د تګ را تګ پر لارو د ماینونو خښول د ډېرو ملکي افغانانو ژوند اخلي، همدا ډول په جګړه کې له کورونو، جوماتونو او کلیو څخه د سپر په توګه کار اخیستل د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي.
 
ج: عام وګړي، په ځينو جنګي پېښو او صحنو کې ولسي وګړي مجبورېږي چې طالب وسله والو ته ځای ورکړي او پر امنیتي ځواکونو د حملو پر مهال ورته مرګ ژوبله اوړي خو داسې پېښې هم شته چې ولسي خلک د جګړې له سیمې نه ځي ځانونه نه پټوي چې په دې اړه ښايي دولت او اړوند ارګانونه دوی ته د رسنیو او سوشیل میډیا له لارې پوهاوی ورکړي چې څنګه د جګړې پر مهال ځانونه خوندي وساتي او د جګړې ډګر ته نږدې نشي.
 
امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې د خلکو ساتنه وکړي او دولت هم په دې مکلف دی چې د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو څارنه وکړي، هغه کسان چې د په لوی لاس د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کیږي او وظیفوي غفلت کوي په علني محاکمو او د افغانستان د نافذه قوانونیو سره سم مجازات شي.