كوچنى عمل او ستر ثواب (اتمه برخه)

اتمه برخه: د ښه نیت، د علم او عدل کولو فضیلت:
(۱) د نیک نیتی ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایى:«مَثَلُ هَذِهِ الْأُمَّةِ كَمَثَلِ أَرْبَعَةِ نَفَرٍ: رَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ مَالًا وَعِلْمًا، فَهُوَ يَعْمَلُ بِعِلْمِهِ فِي مَالِهِ، يُنْفِقُهُ فِي حَقِّهِ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ عِلْمًا وَلَمْ يُؤْتِهِ مَالًا، فَهُوَ يَقُولُ: لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ هَذَا عَمِلْتُ فِيهِ مِثْلَ الَّذِي يَعْمَلُ"، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: "فَهُمَا فِي الْأَجْرِ سَوَاءٌ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ مَالًا وَلَمْ يُؤْتِهِ عِلْمًا، فَهُوَ يَخْبِطُ فِي مَالِهِ، يُنْفِقُهُ فِي غَيْرِ حَقِّهِ، وَرَجُلٌ لَمْ يُؤْتِهِ اللَّهُ عِلْمًا وَلَا مَالًا، فَهُوَ يَقُولُ: لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ ما لهَذَا عَمِلْتُ فِيهِ مِثْلَ الَّذِي يَعْمَلُ" قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: "فَهُمَا فِي الْوِزْرِ سَوَاءٌ».
 
ژباړه:د دې امت مثال د څلورو کسانو په څیر دي:هغه څوک چې الله جل جلاله ورته علم او مال دواړه ورکړی وی، د علم له لاری خپل مال په خپل ځای(د الله په لار) کې مصرفوی، بل هغه څوک چې الله تعالی ورته علم ورکړی دی خو مال یې ندی ورکړی هغه وایې: که چیرته ما سره د پلانی په شان مال وی نو ما به هم د هغه په څیر مصرف کړی وی، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا دواړه په ثواب او اجر کې یو شان دي، بل هغه څوک دی چې الله تعالی ورته مال ورکړی خو علم یې ندی ورکړی، نو هغه پخپل مال کې ګډوډ وی، بی ځای يې(په ناحقه یې) مصرفوی، او بل هغه څوک دی چې الله تعالی ورته علم او مال دواړه نوی ورکړی خو دی وایې:که چیرته ما سره د پلانی په شان مال وی نو ما به د هغه په څیر مصرف کړی وی، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا دواړه په ګناه کې سره برابر دی.

(۲) د علم کولو فضیلت:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَبْتَغِي فِيهِ عِلْمًا، سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّة،وَإِنَّ العَالِمَ لَيَسْتَغْفِرُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَوَاتِ وَمَنْ فِي الأَرْضِ...».
ژباړه:چا چې علم د زدکړی لار ونیوله نو الله تعالی به یې د جنت لور ته سیده کړی، او یقینا د عالم لپاره دځمکو او اسمانونو اوسیدونکي بښنه غواړی.

(۳) د عدل کولو فضیلت:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایل دی:« إِنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلَى مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ عَنْ يَمِينِ الرَّحْمَنِ وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ الَّذِينَ يَعْدِلُونَ فِي حُكْمِهِمْ وَأَهْلِيهِمْ وَمَا وَلُوا».
ژباړه: یقینا عدل کونکي به د الله تعالی په وړاندې د رڼا په منبرونو باندې د هغه ښى لور ته وي او د الله جلا جلاله دواړه لاسونه ښی دي(څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب دي) ، دا هغه کسان دي چې پخپله پاچاهۍ، اهل او دوی ته په ورسپارل شوي چارو کې عدل کوي.
دوام لري...