اومه برخه: ذی الحجی میاشتی د لومړنیو لسو ورځو فضیلت: (۱) د نیک حج کولو اجر: رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «مَنْ حَجَّ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ». ژباړه: څوک چې الله تعالی د رضا لپاره حج وکړی، د جماع او ګناه کولو نه ځان وساتی، له حج څخه به داسې راستون شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی وی. همدا شان یې بل ځاى فرمایلى دى : «الْحَجُّ الْمَبْرُورُ لَيْسَ لَهُ جَزَاءٌ إِلَّا الْجَنَّةُ». ژباړه: د نیک حج لپاره بدله نشته مګر جنت دی. (۲) لوی اختر د قربانی کولو ثواب: نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ» قَالُوا: فَمَا لَنَا فِيهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «بِكُلِّ شَعَرَةٍ، حَسَنَةٌ». ژباړه:قربانی ستاسو د پلار ابرهیم علیه السلام سنت عمل دی، نو صحابوو وویل اې د الله رسوله! نو زمونږ لپاره په کې څه اجر دی؟ رسول الله وفرمایل: د هر ویښته په مقابل کې ستاسې لپاره یوه نیکی ده. (۳) د ذی الحجی میاشتی په لومړنیو لسو ورځو کې دنیک عمل کولو اجر: نبی صلی الله علیه وسلم فرمایى:«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ" يَعْنِي الْعَشْرَ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ قَالَ: "وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ». ژباړه: د دې لسو ورځو(د ﺫى الحجى مياشتى لومړنۍ لس ورځي) په څير نوري ورځي نشته چې الله جل جلاله ته په کې نیک عمل ډیر محبوب او خوښ وی، نو صحابوو وپوښتل: اې د الله رسوله!ايا د الله تعالى په لار کې جهاد کول هم ورته محبوب نه دي؟ هغه وفرمایل: د الله تعالى په لار کې جهاد کول هم ورسره نه دي برابر، مګر هغه څوک چې د خپل ځان او مال سره د الله تعالى په لار کې ووځی او بیا له هیڅ شی سره راستون نشي. دوام لري...
وروستي