درېیمه برخه: د اذان او لمونځونو فضیلت:
(۱) سحر د سنتو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی:«رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا».
ژباړه:د سحر دوه رکعته سنت د دنیا او هغه څه نه غوره دی چې په دنیا کې دی.
(۲) سحر د فرضی لمونځ اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللَّهِ».
ژباړه:چا چې د سحر لمونځ په جماعت سره وکړ دا د الله جل جلاله په ﺫمه کې دى.
(۳) تکبیر تحریمه(اولنی تکبیر) د رانیولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «مَنْ صَلَّى لِلَّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا فِي جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبِيرَةَ الأُولَى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ».
ژباړه: څوک چې الله جل جلاله د رضایت لپاره څلویښت ورځي د جمع لمونځ وکړی، حال دا چې تکبیر تحریمه رانیسی، د ده لپاره به دوه قسمه نجات ولیکل شی: جهنم د اور نه نجات او د منافقت نه خلاصی.
(۴) جمعې لمانځه لپاره تیاری نیول او هغې ته د وختی تللو ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَن غَسَلَ يومَ الجُمُعةِ واغتَسَلَ، ثمَّ بكَرَ وابتكرَ، ومشى ولم يَركَب، ودنا مِن الإمامِ فاستَمعَ ولم يَلْغُ، كانَ له بكُل خُطوةٍ عَمَلُ سنةٍ أجرُ صِيامِها وقِيامِها».
ژباړه:څوک چې د جمعی په ورځ غسل وکړی او بیا وختی جومات ته پیاده لاړ شی، او امام ته د خطبی اوریدلو لپاره نږدى کینی او عبث کارونه ونه کړی، نو د ده لپاره به په هر قدم اخستلو باندې یو کال د تهجدو او روژو ثواب ولیکل شي.
(۵) د اذان او لومړی صف کې د لمونځ کولو فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «لوْ يَعلَمُ الناس ما في النداءِ والصفِّ الأَوَّلِ؛ ثم لم يجدوا إلا أن يَستَهمُوا عليهِ لاستَهموا».
ژباړه:که چېرته خلکو د اذان او لومړی صف د لمانځه فضیلت پیژندلی، بیا به دوی نه موندلی بی له دې چې له یو بل سره پری خسڼی(قرعه اندازی) واچوی.
(۶) د موکدو سنتو فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَنْ صَلَّى فِي يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً بُنِيَ لَهُ بَيْتٌ فِي الْجَنَّةِ: أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَهَا، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْمَغْرِبِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْعِشَاءِ، وَرَكْعَتَيْنِ قَبْلَ صَلاةِ الْفَجْر».ِ
ژباړه: څوک چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته سنت لمونځ وکړی، نو الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی: څلور رکعته د ماسپښین لمانځه نه مخکی او دوه ترې وروسته، دوه رکعته د ماښام د لمانځه نه وروسته، دوه رکعته د ماخوستن د لمانځه نه وروسته او دوه رکعته د سحر د لمانځه نه مخکی.
(۷) د ماخوستن او سحر لمونځ په جمع باندې د اداء کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ، فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ، فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ».
ژباړه:څوک چې د ماخوستن لمونځ په جمع سره وکړی ګویا کې دغه انسان نیمه شپه عبادت کړی، او څوک چې د سحر لمونځ په جمع سره وکړی ګویا کې دغه انسان ټوله شپه عبادت کړی دی.
(۸) سحر د لمانځه نه وروسته تر لمر ختلو پوری د الله تعالی ذکر کول او بیا دوه رکعته لمونځ کول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَنْ صَلَّى الْفَجْرَ فِي جَمَاعَةٍ، ثُمَّ قَعَدَ يَذْكُرُ اللَّهَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، كَانَتْ لَهُ كَأَجْرِ حَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ تَامَّةٍ، تَامَّةٍ، تَامَّةٍ».
ژباړه:څوک چې سحر لمونځ په جمع سره اداء کړی، او بیا کينې د لمر ختلو پورې د الله جل جلاله ذکر کوى، بیا دوه رکعته لمونځ وکړی، نو د دې لپاره به پوره د حج او عمری په هومره ثواب وى.
دوام لري...
وروستي