په نیکو اعمالو باندې د خپل وخت مشغولولو په موخه ځینې هغه ویناوې او کارونه چې د نبی صلی الله علیه وسلم نه په کې لوی اجر او ثواب ثابت دي:
لومړی: هغه اسانه او غوره ویناوې چې اجر او ثواب یې څو چنده دي.
(۱) دا کلمات ویل:«سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ،سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دى: «كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ، سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ»
ژباړه: دوه کلمې او جملې دي، په ژبه یې ویل اسانه دي، په تله کې درنې دي او الله جل جلاله ته ډیرې غوره دي، پاکی ده الله تعالی لره سره د ثنا او ستاینې د هغه، پاک دی الله تعالی چې لوی ذات دی».
(۲) دا کلمات ویل: « سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ عَدَدَ خَلْقِهِ، وَرِضَى نَفْسِهِ، وَزِنَةَ عَرْشِهِ، وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «لَقَدْ قُلْتُ بَعْدَكِ أَرْبَعَ كَلِمَاتٍ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ لَوْ وُزِنَتْ بِمَا قُلْتِ مُنْذُ الْيَوْمِ لَوَزَنَتْهُنَّ؛ سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةِ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ».
ژباړه: یقینا ما له تا وروسته څلور کلمات دری ځل وویل، کچیرې ستا د ټولې ورځی له ذکر سره وتلل شی نو له هغې به درانده وي، پاکی ده الله جلا جلاله لره او غوره ستاینه ده هغه لره په اندازه د مخلوقاتو د هغه، د نفس د رضا د هغه، په وزن د عرش د هغه او په رنګ د کلماتو د هغه.
(۳) دا دعا ویل:« الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلَا قُوَّةٍ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلَا قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
ژباړه: چا چې ډوډی وخوړه او بیا یې وویل: پاکی ده هغه ذات لره چې ماته یې دا خواړه راکړه، او ماته رزق راکوی بغیر زما د قوت او طاقت نه، نو ټول مخکنی ګناهونه به ورته وبښل شي.
همدا رانګه د اوبو څښلو او جامو اغوستلو پر وخت هم دا دعا ويل.
(۴) دا کلمات ویل:«سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيم وَبِحَمْدِهِ».
نبی صلی الله علیه وسلم فرمايى:«مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيم وَبِحَمْدِهِ، غُرِسَتْ لَه نَخْلَة فِي الْجَنّةِ».
ژباړه: چا چې دا کلمات وویل: پاکی ده الله تعالی لره چې لوی ذات دی ، حمد او ثنا ده هغه لره، په جنت کې به د هغه لپاره د خرما نیالګی کیښودل شي.
(۵) دا کلمات ویل: «سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: « مَنْ قَالَ حِينَ يُصْبِحُ وَحِينَ يُمْسِي: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ مِائَةَ مَرَّةٍ حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ َ مِثْلَ زَبَدِ البَحْرِ ،ولَمْ يَأْتِ أَحَدٌ يَوْمَ القِيَامَةِ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ إِلَّا أَحَدٌ قَالَ مِثْلَ مَا قَالَ أَوْ زَادَ».
ژباړه: څوک چې سحر او ماښام سل ځله: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ ووایي، ټول ګناهونه به یې ورژیږی اګر که سمندر د زګ هومره هم وي، او قیامت په ورځ به څوک د ده نه په غوره عمل راتلل ونه کړی، مګر هغه څوک چې د ده په شان یا د ده نه زیات عمل(ذکر) یې کړي وي.
دوام لري...
وروستي