(اميد)

زموږ ستړي مزلونه منزلونو ته شيدا دي
عاشقان واړه د وصل له اميد سره اشنا دي
چې يار نه وي په ژړا وي چې يار ګوري ترېنه ريږدي
زړونه واړه ليوني دي خداى همدغه شان پيدا دي
موږ دمينې په اور سوځو خو حيران په چوپه خوله وو
غمازان زموږ له اور څخه بيا ولې په غوغا دي
دا چې هره شيبه ى روح ځي د مينو له وجوده
زموږ د شونډو چاود ځايونه اسويلو ته په خندا دي
له دوى ډکې هديرې دي موږه ښخ د ژوند په قبر
موږ هم مړي يو خو زړونه مو درزا کوي لګيا دي
دا قلم چې د مومند وي زړګى ټول په غزل تش کړي
خو چې زړونه ډکوي هغه دا تورې سترګې ستا دي
\"\"