د افغان کلتوري ټولنو د جرګې وېبپاڼه پرليکه شوه

جرګه ډاټ اورګ  (jarga.org) د هغې کلتوري، علمي او ادبي وېبپاڼې نوم دی ، چې د جمعې په ورځ  ( پښتو او د ژباړې اړتيا ) د سيمينار په بهير کې د استاد محمد آصف صميم په لاس د يوې تڼۍ له  کښېکاږلو  سره پرليکه شوه. دغه وېب پاڼه ، چې زياتره  کلتوري مسايلو ته ځانګړې شوې ده د ( ژباړه ) ، ( مورنۍ ژبه ) او ( ولايتي جرګې ) په نامه درې غټې کړکۍ لري . وېب پاڼه ، چې اوس تر کار لاندې ده په نږدې راتلونکې کې د بېلابېلو کلتوري ټولنو او ستاسو په مرسته به ډېره غني شي .  د يادونې وړ ده ، چې افغان کلتوري ټولنو جرګه په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د ژباړې په نامه يوه مهالنۍ، چې يوازې به ژباړو او د ژباړې په اړه موضوعاتو ته ځانګړې شوې وي ،  راوباسي .