افغان فرهنګيانو د ۲۹ ټوکه کتابونو د چاپ ژمنه وکړه

د(  پښتو او ژباړې اړتيا سيمينار) په ترڅ کې ،  چې نن په کابل کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او پښتو نړيوالې مرکې  له خوا جوړ شوی و، افغان فرهنګيانو پښتو ته د ۲۹ ټوکه  ژباړل شويو اثارو د چاپ  لګښت پر غاړه واخېست . په سيمينار کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهنمل  غلام نبي فراهي دا اعلان  وکړ، چې ددې کال تر پايه چې کوم کتابونه چاپېږي يو غوره کتاب ته به د نوموړي وزارت له خوا غوره جايزه ورکوي او ۳ عنوانه ژباړل شوي کتابونه به وزارت  چاپوي. دغه راز د غونډې برخوالو له خوا د ژباړې د يو ځانګړي انسټيټوټ د جوړېدو غوښتنه وشوه او د ملاتړ لپاره يې ډاکټر محمد اکبر اکبر درې زره(۳۰۰۰) او پوهاند رسول امين درې زره او پنځوس(۳۰۵۰) امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.