قران كريم هغه ستر، معجز او وروستی الهي کتاب دی، چې الله جل جلاله په خپل استازي او وروستي پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د تاید او ډاډ لپاره د تلپاتې معجزې په توګه نازل کړ، تر څو دګردې نړۍ انسانان د کفر، شرک، بدعت، ظلم، زور، زیاتي، بی اتفاقۍ او ناپوهۍ څخه دایمان، توحید، سنت، عدل، یووالي او پوهې لور ته راوبلي، او بشريت د لارښوونې، کامیابۍ، سرلوړۍ او نجات سبب وګرځي.
لدې امله یې د نورو اسماني کتابونو څخه توپیر وموند او د داسې ځانګړنو لرونکی شو چې په مخکینو اسماني کتابونو کې یې شتون نه درلود.
په پښتو ژبه کې د قران کریم د بیلا بېلو موضوع ګانو په اړه جلا لیکنې شوي، خو دقران کریم د ځانګړتیاوو په اړه کومه ځانګړي لیکنه زما تر سترګو نشوه، نو پدې اساس می هوډ وکړ تر څو دیادې موضوع په اړه عربۍ ژبې د نامتو لیکوال محمد جمیل زینو لنډه او هر اړخیزه مقاله پښتو ته وژباړم، ترڅو قران کریم د مینوالو تنده ورخړوب کړي.
د الله جل جلاله څخه سوال کوم چې دغه کوچنی عمل د لیکوال، ژباړن، او لوستونکو د ثواب سبب وګرځوي.
قران کریم ډیرې ځانګړتیاوې لري، چې الله جل جلاله پدې ایت کې بیان کړي، الله جل جلاله فرمایې:(( وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ (۴۱) لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ)). فصلت: ۴۱-۴۲
ژباړه: یقینا دا قران یو پیاوړی کتاب دی، باطل نه مخامخ پرې راتلای شي او نه د شا لخوا، دحکیم او ستایل شوي ذات له لوري نازل دی.
رسول صلی الله علیه وسلم د قران په اړه فرمایې:" تَرَكْتُ فِيكُمْ شَيْئَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا بَعْدَهُمَا: كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّتِي، وَلَنْ يَتَفَرَّقَا حَتَّى يَرِدَا عَلَيَّ الْحَوْضَ ".
ژباړه: په تاسو کې ما دوه شیان پریښي چې له هغې وروسته به بی لارې نشۍ، دالله کتاب او زما سنت، او هیڅکله به جلا نشۍ تر څو چې ما سره په حوض (کوثر) ووینۍ.
د انګلستان پخوانی صدر اعظم جلادستون د قران په هکله وایې: ترڅو چې د مسلمانانو ترمنځ قران موجود وي نو اروپايي هيوادونه نشي توانیدلای چې په ختیځې اسلامي نړۍ برلاسې شي.
وروستي