په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې (ملنډې وهل، بد نومونه ویل، غیبت کول)

په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې (ملنډې وهل، بد نومونه ویل، غیبت کول)
ليکوال: محمد بن ابراهيم الحمد
ژباړه: انـــدیال ســـاپی
په تیر پسی….
(۶) په نورو پورې ملنډې او مسخرې کول:
ځينې خلک د نورو په ناچارۍ، ناپوهۍ، ناسمتيا ، بد شکلۍ، د جامو په زوړوالي او داسې نورو شيانو ملنډې وهي، دا کار د ناوړه اخلاقو تر ټولو بد ډول دی او له دې کار څخه د ځان ساتلو او بد ګڼلو په برخه کې د الله تعالی دا وينا بس او پوره ده چې فرمايي:(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسَىٰ أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِّن نِّسَاءٍ عَسَىٰ أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ)) الحجرات: ۱۱.

ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی, له تاسو څخه دې يو قوم په بل قوم پورې مسخرې نه کوي، ښايي هغوی له دوی څخه غوره وي, او ښځې دې هم په نورو ښځو پسې ملنډې نه وهي, ښايي هغوی به له دوی څخه غوره وي.

(۷) نور په بدو نومونو يادول:
د بدو نومونو د يادولو نه الله تعالی مونږ منع کړې يو الله تعالی فرمايي:(( وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ)) الحجرات: ۱۱.

ژباړه: يو بل په بدو نومونو مه يادوئ! بد نوم ويل فسق(عمل) دی وروسته له ايمان څخه.
ددې منع سره سره بيا هم مونږ وينو چې ډېر خلک په بدو نومونو پيژندلی شي، همدا بد نومونه دي چې د دښمنۍ سبب کيږي.

ځکه چې خلک د هغه چا سره مينه کوي چې په غوره نومونو او لقبونو سره يې رابولي او له هغه چا څخه نفرت او كركه کوي چې ناوړه نومونه ورته وايي.

يو شاعر وايي:
اکنيه حين أناديه لأکرمه ول ألقبه والسوء اللقب
ژباړه: کله چې زه هغه رابولم نو په کنايه يې رابولم چې عزت يې وکړم او په لقب يې نه يادوم ځکه چې لقب يې بد دی.

(۸) غيبت كول:
دا هم يو ناوړه خوی دی چې د کمزورو نفسونو خاوندانو څخه صادريږي، نبي عليه السلام د غيبت په هکله فرمايي:« ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ».
ژباړه: غيبت ستا د ورور د هغه څه يادونه ده چې هغه يې بد ګڼي.

غيبت کوونکی غواړي چې په دغه کار به د نورو عزت ته زيان ورسي ، قدر به يې کم شي او په اړه به يې خلک بې مينې شي.

خو هغه په دې نه پوهيږي چې عزت او ذلت ورکونکی يواځې يو الله تعالی دی، او په دې کار خپلې نيکۍ(كومي چې تر ټولو ستره شتمنی ده) بل چاته ورکوي.

غيبت کوونکی د الله تعالی ددې وينا ولې نا خبره دى چې فرمايي:(( وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ)) الحجرات:۱۲.
ژباړه: غيبت دې نه کوي ځينې ستاسې د ځينو نورو، آيا خوښه ګڼي يو له تاسې څخه چې د مړ ورور غوښې وخوري؟ نو تاسو يې بدګڼئ.

غيبت يواځې په ژبې پورې تړلی نه دی بلکې په اشارې، سترګو، لاس او داسې نورو سره هم کيدای شي.

د غيبت لاملونه:
د غيبت لاملونه زيات دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
⏺ په نورو زړه يخول.
⏺ د دوستانو سره جګړه کول.
⏺ کينه.
⏺ بې کاري.
⏺د کارکوونکو او عاميلنو د بدي بيانولو له لارې چارواکو ته ځان نېږدې کول.
⏺ ځان په نورو غوره ګڼل.
⏺ د خپلو عيبونو څخه بې فکري او نا خبري.
⏺خو تر ټولو ستر لامل يې د الله تعالی څخه نه ويريدل دي.

ادامه لري…