درنو لوستونکو ! د روهي وېب پاڼه په پام کې لري تر دې وروسته د اوس مهال د يو شمېر ديني مسايلوځوابونه تاسو ته د لويو ديني عالمانو د فتوا ګانو په بڼه وړاندې کړي . موږ به هڅه وکړو د دغو ديني فتوا ګانو لپاره ، چې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ليکل شوي ، ځانګړې برخه جوړه کړو ، تر هغو پورې تاسو د يو څو ديني فتوا ګانو لوستو ته رابولو . استفتأ : (۱) زه يوه پېغله يم له يوې داسې ستونزې سره لاس ا و ګرېوان يم ،چې په حال مې يوازې خدای {ج}خبردی . څه لاره راته ښودلی شی ؟ ددعا هيله درځينې لرم. فتوا : كه ته چيرې دخدای{ج} كتاب په غور سره ولولې ، پوه به شې چې صحابه كرامو څومره تكليفونه او كړاؤنه ګا للي دي . دغه ازميښت كله د تأديب لپاره او كله هم الله {ج} ته د نږدېوالي لپاره يو انسان ته وركول كيږي. مسلمان كه له هر څومره غټې ستونزې سره مخا مخ شي هغه بايد د الله{ج} خوا ته رجوع وكړي او له هغه نه بښنه وغواړي او هر څوك چې له الله{ج} ځنې بښنه غواړي الله {ج} ورته له هر تكليف ځينې خلاصی وركوي او هره ستونزه ورته اسانوي او له داسي لوري به ورته روزي برابره كړي ، چې دده به خوا او خاطر كې هم نه ګرځي. كله چې څوك د الله{ج} له حكمونو سر غړاوی كوي ، الله {ج} يې په ازميښت كي اچوي . خپل وخت ته ځا نګړي پا ملرنه وكړه ، بې ځايه يې مه تيروه ، مو ږ درته دعا كوو ، چې الله{ج} دې هره ستونزه اسانه كړي ، مګر يوازې په دعا څه نه كيږي ، د الله{ج} بنده ګي كوه هر چا ته خپل حق وسپاره د ښو اخلاقو په ګا ڼه ځان سينګار كړه ، بې فايدې خبرې مه كوه ، په نيكۍ امر كوه له بدۍ ځينې خلک منع كوه او د اسلام او مسلمانانو په باره كې فكر كوه . د كوژدې او واده تر منځ دښځې او خاوند اړيكي استفتأ : (۲)ايا داد سړي لپاره روا دي ، چې له واده مخكې د خپلې ښځې كور ته ولاړ شي؟ او ايا ښځه دا حق لري ، چې د خاوند دا غو ښتنه رد كړي؟ فتوا : كله چي كوم سړي له كومې ښځې سره نكا ح وتړله داد ده شرعي ښځه شوه. كه د دوې ترمنځ كومه اړيكه ټينګيږي دې كې كومه ستونزه نشته ،خو د ټولنې دود او رواج ته ځا نګړي پاملرنه په كا ر ده. تر كوژدې وروسته داد خاوند شرعي ښځه ده ، كه چيري له يوځايوالي نه مخكې له دوی ځنې هر يو يې ومري ، ژوندي يې ميراث وړي او كه چيرې خاوند مړ شي ښځه به عدت تېروي او پوره مهر به ورته وركول كيږي . په دې كې هم كومه ستو نزه نشته كه ښځې دې كا ر ته غاړه كېنښوده ،ځكه په فقه كې يوه قاعده (المعروف عرفا كا لمشروطا) دا داسي معنی لري لكه ښځې چې ورباندې د وړاندې نه شرط اېښی وي . محمد سيد الد سو قي والله ا علم (۳) ډير لمونځونه راځنې قضاشوي او وختونه يي هم راته معلوم نه دي ، څه ورسره وكړم؟ د لما نځه پريښودل له لويو ګنا هونو څخه شمېرل کيږي .په حديث شريف کې راغلي ، چې د لما نځه نه كول كفر دی . حضرت جا بر ( رضی الله عنه ) وايي ، چې نبي كريم صلي الله فر مايي : « بين الرجل و بين الشرك او الكفر ترك الصلا ة» د جمهورو علماؤ په نزد د خپل وس په اندازه لمو نځونه دې راوګرځوه ، تر كومي اندازې چي تر تيب يې شونی وي ، هم يې مراعات كړه ، خو نور د لما نځه د نه پريښودو هوډ وكړه. استفتأ : (۵)د هغو ګوليوخوړل ، چې خوب تښتوي څه حكم لري ؟ فتوا : كه چيرې د ګوليو خوړل دضرر لا مل ګرځي خوړل ېې روا نه دي . نبي كريم ( ص ) فرمايي : « لا ضرر ولا ضرار » همدارنګه كه چېرې د ګو ليو خوراك نا روا كا ر ونو ته لار پرانيزي لكه د شپې تر نا وخته ويده کېدل او د سها ر د لما نځه قضا کول ، بيا هم روا نه دي ځكه فقهي قا عده واېې ، چې : « ما ادى الى الحرام فهو حرام» د عمل لا مل په خپله د عمل په څېر ګڼل کيږي ، مګر دا چې موخه يې د نورو كارونو ، لكه عبادت ته ځان غښتلي كول او يا د كوم بل مباح عمل تر سره كول وي ، بيا نوكومه ستو نزه په كې نشته. استفتأ : (۶)د هغه چاڅه حكم دی ، چې د لما نځه په اركانو كې ورته شك پيدا شي؟ فتوا : كه چا ته د لما نځه په ركعتونو كي شك پيدا شو له كمو رکعتونو څخه دې پيل كړي ، مثلا د درې او څلورو ترمنځ ورته شك پيدا شو له دريو څخه دې پيل كړي ، كه چيري ستونزه ډير ه نه وي شك ته دې ډيره پاملرنه نه كوي. د ښه سپيناوي لپاره موږ وايو ، چې په اصل كې لمو نځ كوونكي هغه ركعت نه دی كړی ، په كوم كي چي شك ورته پيدا شوی دی او دده غاړه هله خلاصيږي چي دی يې په کولو يقيني شي. نبي كريم ( صلى الله عليه وسلم ) وايي : « اذا شك احدكم في صلاته فلم يدر كم صلې اْثلاثا ام اربعا فليطر الشك وايبين علې ما استيقن ثم يسجد سجدتين قبل ان يسلم،فان كان صلې خمسا شفعن له صلاته، وان كان صلې تماما لاربع كانتا ترغيما للشيطا ن» رواه مسلم استفتأ : (۷)له اضافي وېښتانو ، لکه د وروځو ترمنځ وېښتانو څخه د پو ستكي پاكول څه حكم لري ، په ځا نګړي توګه كله چې خاوند ته ښه نه ښكاري او د ليرې كولو غوښتنه ېې كوي؟ د ويښتو ليرې كول په اصل كې روا دي ، مګر يوازې د وروځو د ويښتو له ويستلو څخه په قران او حديث كې منع راغلې ده . د شيطان په كيسه كې قران فرمايي ، چي : « شيطان وايي(ولامرنهم فليغرن خلق الله) » ابن عربي وايي ددې ايت تاېيد په حديث كي راغلي او هلته د النامصة لفظ را غلی او معنی يې هغه ښځه ده ، چې د ښايست لپاره د وروځو ويښتان وباسي. عبدالله بن مسعود رضي الله فرمايي : « للعن الله الواشمات والمستوشمات المنامصات والمتنصات والمتفلجات لحسن المتغيرات خلق الله » رواه مسلم،احمد ابو داود. مګركه د كومې ښځې ږيره او بريت راغلي وي بيا ېې ليري كول مستحب ګڼل کيږي .همدارنګه د جمهورو علماؤ په نزد دغاښ او اضافي ګوتي ليرې كول څه پروا نه لري ، مګر ابن جرير واېې ، كهن چيرې زيان نه لري بيا ېې ليري كول په كار ندي. اود مفتي احمد نجيب په اند ، ان د وروځو تر منځ د ويښتو ليريې كول هم څه ګناه نه ده ، ځكه چې په عرف کې دا وروځې نه ګڼل كيږي ، البته د وروځو نري كول ناروا بولي.د خاوند غوښتنه په دې مسأله كې هيڅ اعتبارنه لري ، ځكه چې (لا طا عة لمخلوق في معصية الخالق) د مخلوق خوښه د الله( ج)د نافرماني لامل نه شي کېدای .
وروستي