غزل

                           غزل
د چا د شونډو تصور د خیال له طوره ښکاري
هره غوټۍ د پسرلي نن راته حوره ښکاري

ښکلا که نه وای تصور د بدرنګۍ به نه ؤ
دا غرونه غرونه سیوري ټول د چا له نوره ښکاري

په خیال مین یم د خیال رنګ و نور زما هستي ده
څومره ساده ده په یوه جلوه مغروره ښکاري

قاتل مې ګوره اوس د اوښکو کرښې نشي لیدی
د یار په ګل ګل اننګو کې ورته توره ښکاري

د نرګسي سترګو افسون دې او که څه کیسه ده
هره ښکلا نن د فطرت راته رنځوره ښکاري

د " کسي اور" دی د مغرب د څراغونو نه ده
دغه رڼا چې اوس زما د لا شعوره ښکاري

چې په ړندو حواسو ګوري د ښایست رنګونه
د نړۍ هره فلسفه راته معذوره ښکاري

لمر مخې ستا په مخ کې دومره رنګیني خو نه وه
دا ټول رنګونه مې د خپل زړه له منشوره ښکاري