له ګاونډيانو سره ناوړه سلوک

له ګاونډيانو سره ناوړه سلوک
ژباړه: انــــدیال ساپی
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد

په قرآن کريم او حديثو کې د ګاونډي حق تر ټولو لوړ ګڼل شوی.
الله تعالی فرمايي:((وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنبِ)). د النساء سورت: ۳۶ ایت.
ژباړه: يواځې د الله تعالی عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅوک مه شريکوئ ، د مور او پلار سره نيکي وکړئ ، د خپلوانو، يتيمانانو، مسکينانو، نېږدې ګاونډيانو او د اړخ له ګاونډيانو سره هم نيکي وکړئ.

همدا راز نبي عليه السلام فرمايلي:« مَا زَالَ جِبْرِيلُ يُوصِينِى بِالْجَارِ حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُوَرِّثُهُ».
ژباړه: د تل لپاره به ماته جبريل عليه السلام د ګاونډي په اړه نصيحت کاوه، تر دې چې ما ګمان وکړ چې دې به له مان ميراث هم يوسي.

خو سره له دې بيا هم ځينې خلک د ګاونډيانو حقوق نه ادا کوي او زيان ورته رسوي، ځينې بيا داسې وي چې د ګاونډتوب يې کلونه کلونه کيږي خو بيا هم يو بل نه پيژني.

ځينې خلک ګاونډيان پخپلو بدو کړنو تنګوي، د هغوی د کور مخې ته ګنده ګي غورځوي، د کور د ور تر څنګ يې ګاړی ودروي چې د ننوتلو او وتلو په وخت کې هغوی ته تکليف وي.

د ګاونډي د کور مخې ته زياتې اوبه تويول، په شور او لوړو اوازونو تکليفول ، د خوب په وختونو کې نا ارامي کول،په ناموس يې تېري کول، د مختلفو لارو د هغوی محارمو ښځو ته کتل هم د ناوړه خويونو څخه دي.

مسکين دارمي وايي:
ناري ونار الجار واحدة *** وإليه قبلي تنزل القدر
ما ضر جار لي أجاوره *** ألا أکون لبيته ستر
ژباړه: زما او زما د ګاونډي اور يو دی، زما څخه به وړاندې د ترکارۍ لوښی هغه ته ايښودل کيږي هيچرته ماته ګاونډي زيان نه دی رارسولی چې ما ورسره ګاونډ کړی، نو آيا زه به هغه د کور لپاره پرده نه جوړيږم.؟؟؟

بلکې د جهالت د زمانې خلکو به هم له دې ناوړه خوی څخه ځان ساته.
عنزه وايي: وأغض طرفی ما بدت لی جارتی *** حتی يواری جارتی ماواها
ژباړه: کله چې خپله ګاونډۍ ووينم نو خپل نظر ښکته کړم تر څو چې هغه خپل ځای ته پناه يوسي.

دا هغه څه وو چې د ناوړه اخلاقو د بېلګو پېژندل يې اسانه کړل.
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی