دکینې ناوړتیا، زیان او لاملونه
ژباړه: انــــدیال ساپی
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد
د بل چا د نعمت د له مينځه تللو اميد او ارزو ته کينه وايي, او يا کينه هغه نفرت او بد ګڼلو ته وايې: چې کله يو کس خپل مقابل په ښه شان او حال وويني.
کينه هغه بده ناروغي او وژونکي زهر دي چې هيڅ څوک ترې سالم نشي پاتې کيدی مګر دا چې الله تعالی پرې رحم وکړي.
له دې امله ويلی شوي دی چې "ما خلا جسد من حسد، ولکن اللئيم يبديه والکريم يخفيه".
ژباړه: داسې انسان نشته چې نفس يې له کينې څخه خالي وي ليکن بد انسان يې څرګندوي او ښه انسان يې پټوي.
کينه د پوهې، مال، عزت، مقام او داسې نورو په وسيله رامينځ ته کيږي، همدا راز زياتره وخت کينه د هم منصبه، هم سياله او په تجارتي معاملاتو کې د شراکت کوونکو تر مينځ واقع کيږي خو له دې زياته کينه بيا د ښځو تر مينځ وي.
کينه له ناوړه اخلاقو او بدو صفاتو له جملی څخه ده چې د دين تر څنګ د انسان بدن ته هم زيان رسوي, همدا شان د بي اتفاقي او اختلاف تر ټولو ستر لامل دى.
ځينو سلفو ويلي دي: " کينه او حسد هغه لومړۍ ګناه ده چې اسمان کې پرې د الله تعالی نافرماني شوې ده، يعنې د ابليس کينه د آدم عليه السلام سره.
کينه په حقيقت کې د الله تعالی په پرېکړه نيوکه ده, له دې کبله ويل کيږي:" چې څوک د الله تعالی په پرېکړه خوښ وي هغه هيڅکله نه غوسه کيږي او څوک چې د الله تعالی په ورکړه قانع وي د هغه بدن ته کينه نه داخليږي.
د کينې زيان تر تولو لومړی پخپله کينه کوونکي ته رسي چې هر وخت ورسره مل وي. ځينو علماؤ ويلي دي:" له حاسد پرته مونږ داسې څوک ظالم نه دی ليدلی چې چې له مظلوم سره مشابه وي , نفس يې تنګ وي، اندېښنې ورسره ملې وی او زړه يې تل ناکراره وی".
لکه چې يو شاعر وايي:
لِلّه درُّ الحسدِ ما أَعْدَلَهُ *** بَدَا بِصاحبه فقتله
ژباړه: تعجب دی کينې لره څومره عادله ده, چې پخپل څښتن يې پېل وکړ او هغه يې وواژه.
ابن المعتز ويلي:
اصبر علی کيد الحسود *** فإن صَبْركَ قاتلُهْ
کالنار تأکل بعضها *** إن لم تجد ما تأکله
ژباړه: د حاسد په کينه صبر وکړه، ځکه ستا صبر د هغه لپاره وژونکی دی لکه څرنګه چې اور ځينې نور خوري کله چې د خوراک لپاره بل څه پيدا نکړي.
ابن المفتح وايي: " که غواړې ستونزې او تکاليف درڅخه لرې شي نو کينه مه کوه ځکه کينه ناوړه خوی دی".
ناوړتيا او بدي يې دا ده چې حسد لږ نېږدې ،بيا ډېر نېږدې او ورپسې د هم سيالو پوهانو ،شريکانو او ملګرو تر مينځ وي.
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي