سوله ژوندون دی ابادی ده
سوله يو والی ورورولی ده
سوله پيشرفت دی ترقی ده
سوله قوت دی ځوانمردی ده
سوله صفت د انسانيت دی
سوله دستر افغان صفت دی
سوله د ګدژوندون اواز دی
سوله د ژوند نوی اغاز دی
جنګ ورک کېدل دی بربادی ده
جنګ کی بيلتون دی جدايی ده
جنګ شاته تلل دی نابودی ده
جنګ کی بايلل دی کمزوری ده
جنګ يو صفت لری وحشت دی
وحشت ورکيدل دی بد اواز دی
جنګ د پناه په لور اغاز دی
سوله يو والی پيوستون دی
سوله جرګه جرګه سمون دی
سوله د جنګ په ضد تړون دی
سوله زمونږ د دين مضمون دی
سوله راحت د انسانانو
سوله قوت د افغانانو
سوله اسلام دی عدالت دی
سوله سياست دی قضوت دی
جنګ کليمه توره ننګينه
پرجنګ غوښتونکو دی ننګ وينه
جنګ سرزوری مدام بدبينه
جنګ کمزوری خوشی غمګينه
جنګ دافغان په ضد قدم دی
جنګ د يووالی ضد هر دم دی
جنګ د عظمت او جهالت دی
کوم چی تحميل نن په ملت دی
١٣٧٣
جنت نشان يې
هير به مې نشې که مې ورح لاړ شې له تنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
ستا هر قدم غيرت غيرت دی
نوم دې په ټول جهان اوچت دی
سمه او غر دي ښايسته له هر ګلشنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
ملالۍ بيا په چغو ژاړي
ميوند ته ستر ايوب راغواړي
چې زوړ دوښمن دې راتير شوی له چمنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
دوی شاشجاع بيا راوستلی دی
د دين لباس يې اغوستلی دی
سقاو د دوی سره يو ځای دی له لندنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
نازو ولاړه ده سرتوره
ميرويسه پاڅه ورته ګوره
په زور يې مخ ورپټوي له تور کفنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
وزير اکبر ژر راخبر کړۍ
د افغانانو خبر ورکړۍ
بالاحصار ته بيا پردی شول وردننه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
اخر زمان که وي همدادی
د جال شيطان که وي همدادی
په ژبه دين بيانوي پلاس وژنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
ټول سره يو شئ افغانانو
خلاص کړئ وطن له شيطانانو
د خدمتګار هيله همدا له ورح او تنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
هير به مې نشې که مې ورح لاړ شې له تنه
زما ښکلی وطنه
جنت نشان يې
محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ
عهد او وفا
بيله تانه مې بينا سترګی ړندی شو ې
بيله تانه راته هر يو ګل اغزئ دئ
کله کله خو په خواب کی راله راشه
ستا په مينه کی زما عشق ژوندئ دئ
عشق دې ښه دئ چې هميش راسره مل وي
بی له عشقه می هر دم ګړۍ مرګئ دئ
په خپل عهد وفا وکوه دلبرې
مادرکړی پروفا باندی زړګئ دئ
پشد ١٣٥١
هيلې هاندونه او ارمانونه
١
له ټولګې څخه
١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ
وروستي