چې ګل په تيږ وولي هم بلبل په تيږوولي
داڅنګه لیوني دي چې کابل په تيږو ولي
ښکاره خــــو لا دمیني محبت سندرې وايی
عمل کی بیا په خپله جانان خپل په تيږوولي
مین تر خپلی مړیني ورته پروت وي په کوڅه کی
نوکلــه قبلوئ شي چـــې محــــل په تيږو ولــــي
دئ کلي دجانان کی اوس اغیار مورچل نیولئ
راټول خپل او پردي دي چی مورچل په تيږو ولي
پاک نوم دمیکدې ورباندی بد شو خدمتګاره
موزي په اشارودپردو خپل په تيږو ولي
محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
وروستي