وطن ته

زه دخيـــــــال دســــا قـــــي يــــاريم ډک جامونه مې په سر
ځکه تښتم بې غمۍ نه د خنـــــــــد اپــــه تــــــش ګــــــــــودر

عجيــــــــبه غــــــونــــــــدې جنـــــون يمــــه دهيـلورڼا ګانو
خــــواحســـــــاس زمــــا بـــنــــــدي دی دزاړه دود اوکلچر

زمـــــا  ژونــــد کـــوشـــش لټون  دی  د ارمان د ښکلا  ګانو
پــــــــه زړه فــــــــکر پـــــــسرلــــــی يــــم ابــــا دي دلــــر او بــر

ته بــــيړۍ لـــــه ګـــــــلو ډکــــــه تـــــوپانــــونه درنه تاودي
زه دې بيخ دستر دريــــا ب يـــــم دي چــــپي زمـــا پـــه سر

ته هم جام يې هم ســــاقــــي يــــې هـــم وصال يې هم کمال
ته ساز يې هم اوازيې هـــــــــم زمــــــــــا پـــــه حــــال خــــبر

ستا غمونه هسې نه دي چې يې ډوب کړمه په جـــــام کې
زما هيــــلې هســــې ښــــکلي لـــــــکه ستــــا دمــــازيــګر

ستا پــه مست ښکلي سبا چې تورو لړو ماښام جوړ کړو
د اميـــــد سپـــــوږمـــــۍ روښــــــانـــه ګرځوومه ورپه ور

خير که زه دې رابـــــهر کـــړم په لمــــــسون دزوړ اغـــــيار
زه به وياړم ستا په ميـــــــنه چــــــــې پــــــه سمــه يم که غر

تــــه ډاډه اوســــه وطنـــه زمـــا مر ګ او ژوندون ستا دی
هيربه نه کړم ستا ډاګـــــونــــه کــــــــه شــــم شاه دبحر وبر

ته مستي زما دژوند يې تـــه نغـــــمه زمــــــــا دميـــــنـــې
خدمتـــــګار درځينـــــې ځـــا رشـــه لــوی وطن دلوی ټبر

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی