له افغان حکومت سره په خبرو ټینګار؛ ولې یې طالبان نه مني؟‎

د افغان اولس کلنې جګړې لپاره د جوړجاړي او سولیزو خوځښتونو هڅې پیل شوې، د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د مشرانو ټینګار دا دی چې جګړه که هرڅومره تمدید شي، بیا هم د طالبانو په مشرۍ روان وسلوال مقاومت ته ماتې نه شي ورکولی.

پر همدې تړاو افغان حکومت + امریکا+ ګاونډي هیوادونه هڅه کوي له طالبانو سره یوه داسې جوړجاړي ته ورسیږي چې د ټولو اړخونو ګټې په کې خوندي وي.

پر همدې تړاو، د ملي یووالي حکومت او ټول متحدین یې ټینګار کوي چې باید طالب مقاومت له افغان چارواکو سره وغږیږي، خو طالبان بیا مخامخ له امریکا سره مذاکرات غواړي.

دلته د دواړو لوریو پر تګلارو، نظرونو او عواقبو په هکله یې لنډ نظر اچوو.
دا چې د حکومت او نړیوالې ټولنې ټینګار پر دې دی چې طالبان باید له خپل حکومت سره جوړ شي ؛ دوی له څو ټکو ویره لري - لومړی، که طالب او امریکا مخامخ مذاکرات وکړي او په پایله کې یوه جوړجاړي ته ورسیږي، دلته به طالب مقاومت چې دوی یې نامشروع باغي ډله بولي، د یوه مشروع نظام حیثیت خپل کړي چې د افغان ولسونو په ملاتړ یې د امریکایانو “اشغالګرو“ پر ضد پاڅون کړی وو؛ بیا به نو امریکا + ټول ناټو متحدین یې د بین المللي قوانینو له مخې “اشغالګر“ وبلل شي، چې د یوه هیواد پر خپلواکي یې یرغل کړی ، او د دې هیواد خلک چې له خپلې خاورې “افغانستان“ یې دفاع کوله په ظالمانه توګه ځپلي دي.

کله چې امریکا اشغالګره معرفي شوه،دلته بیا د بین المللي اصولو له مخې مکلفیت لري، د تیرو اتلسو (۱۸) کلنو په جریان کې څومره ځاني او مالي زیان یې چې افغانانو ته ور اړولی؛ پرې کړي او دغه راز د “شرم“ په نوم هم څه ورکړي؛ چې امریکا د دې لوی مبلغ ورکړې ته نه ده تیاره.

افغان حکومت ولې ویره لري؟
له امریکایانو سره د طالبانو له مخامخ خبرو افغان حکومت هم په ویره کې دی.
کله چې په نویمو کلونو کې طالبانو د هیواد ۹۵ سلنه اراضي تر خپل کنترول لاندې راوسته او د پنجشیر له سیمې پرته یې پر ټول هیواد واکمني اعلان کړه، امریکایانو د څو شړل شویو افغانما څیرو په توسط د طالبانو د بشپړ حکومت د نسکورولو په موخه نظامي یرغل وکړ، دا چې ویل کیږي امریکا د افغانانو په غوښتنه راغلې دا هم افواه ده، ځکه تر هغه وړاندې چې دا څیرې وپیرودل شي افغانان د امریکایي تاړاک تر بریدونو لاندې راغلل.

اوس افغان حکومت ویره لري چې که روانه قضیه د امریکا او طالب چارواکو تر منځ حل شوه، نو دوی به د یوه واکمن حکومت نه؛ بلکې د اجیرو ټوپکیانو د یوې ډلې په څیر ټولنې ته راڅرګند شي، چې په هیواد کې یې د بهرنیانو د امنیت د خوندیتابه لپاره د خپلو هیوادوالو پر ضد فعالیت کاوو.

د دوی ۱۸ کلن حکومت به له دې کبله هم د تپل شوي نا مشروع نظام په حیث وپيژندل شي چې د خلکو رایو ته ارزښت نه وو، یواځې د بهرنیانو پریکړې عملي کیدې او د هغوی د خوښې وړ کسان زعامت ته رسیدل.

دغه راز به دوی په نړیواله کچه له سختې رسوایي سره مخ شي ، ځکه دا به بدهي معلومه شي چې د بهرنیانو په دفاع کې یې د خپلو هغو افغانانو چې د یرغلګرو پر وړاندې راپورته شوي و، مبارزه کوله.

د دوی له هر چارواکي به د شهیدانو د شهادتونو، د ټپیانو د ټپونو او د اسیرانو د ولچک او زولنو پوښتنه کیږي، داځل به د تیر په خلاف ټول د عدل په تله کې تلل کیږي او د یرغلګرو د دفاع د لامل پوښتنه به ترې کیږي، او ملت به هغوی په داسې عبرتناکه سزا رسوي، چې د نړۍ محکوم ملتونه پرې خوشاله او غلامې پرګنې پرې اوښکې توی کړي؛نو ځکه ویرې اخیستي دي.

طالبان څه وایي؟
پورته خبرو ته په کتو سره طالبان وایي چې که له افغان حکومت سره وار له مخه جوړجاړی وکړي،نو دا حکومت خو د چارواکو د عزل او تقرر واک نه لري، نو د یوه لوی خوځښت د هیلو د پوره کیدو او د هغو د ورګډیدو واک به له کومه کړي؟

دوی وای، د بهرني اشغال په موضوع کې له افغان حکومت سره هیڅ راز خبرو ته چمتو نه دي او آن یواځې ناسته هم د وخت ضیاع بولي، نو ټینګار یې دا دی چې د بهرني اشغال موضوع له واکمن لوري“امریکا“ سره حل کړي.

پاتې شوه د داخلي حکومت چارې، نو طالبان تر حکومت ځان ډیر وفادار دې خاورې ته بولي او وایي چې په ملي اسلامي بڼه د حکومت د واکونو، انتخاباتو او دغه راز نورو اړوندو مسائلو کې هیڅ بهرني دخالت ته ضرورت نه ویني او په وینا یې چې افغانان کولی شي، خپلمنځي ستونزې په خپله سره حل کړي.

یوه بله خبره هم شته چې نړیواله ټولنه او د هغوی داخلي ملګري کله هم نه غواړي د ۱۷ کلنې دیموکراسۍ پرسر معامله وکړي، دوی د خپلې بقاء ویرې دومره نه دي اخیستي، څومره چې د دیموکراتیکو معیارانو د تالاترغه کیدو ویره ورسره ده.

که د اسلامي چوکاټ حکومت راته، خامخا به یې د قانون ټول بندونه د جینوا د نړیوال کنوانسیون له پریکړو سره ټکر خوري چې په کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د حدود پلې کیدا ته د ظلم او تیري لقب ورکړل شوی دی.
دیموکراتان دې ویرې هم اخیستي دي.
د یوې اسلامي باثباته سولې په هیله...