
یوځل بیا د ډیورند د غاصبانه کرښې د رسمیت اوازې راپورته شوې او ویل کیږي ګډحکومت په کامل تکل د دې کرغیړنې څخه د خلاصون لپاره مټې را بډ وهلې. وروستي راپورونه وایې چې پاکستان د افغان چارواکو په فرمایش د دیوال جوړولو ابتدایی کارونه پیل کړي.
پاکستان ویلي، له دې کار يې موخه دا ده چي له یوې خوا د جنګیالیو د تګ راتګ مخه ونیسي او له بلې خوا د نشه يي توکو د قاچاق او وړو راوړو لاره بنده سي.
پاکستان غواړي پر دغه فرضي کرښه، منظم نظامي اقدامات ولري او پوله به د الوتکو له لارې څارل کيږي.
ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه ده، خو پاکستان پر دغه فرضي کرښه یوې رسمي پولې ته ورته اقدامات پیل کړي دي، خو د ملي وحدت حکومت یې پر وړاندې چوپ دی او هېڅ غبرګون نه ښيي.
تر دې وړاندې پاکستان پر دغه کرښه دروازې رغولې دي او په دې وروستیو کي یې ویلي، چي د څلورو نورو دروازو د رغولو پلان هم لري.
د ډیورند کرښه څه ده؟
د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې هم نه خو هم د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. د ډیورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د بریتانوي هند د حکومت او د افغان ولسمشر امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شو. چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه.
دغه په یوه پاڼه کې لیکل شوی تړون چې ۷ لنډې مادې وې چې د برتانوي مامور او عبدالرحمان خان لخوا پرې توافق شوی ؤ.
د دې تړونلیک له شرطونو سره سم به د برتانوي هند حکومت هیڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې لاسوهنه ونه کړي، او امير به هيڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د برتانوي هند په لور پرتي دې لاسوهنه ونه کړي.
دغه سره کرښه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرته ده د ډیورند د کرښې په نوم یادیږي, چې دغه کرښه د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال هېنري مورټېمر ډيورنډ لخوا په کال ۱۸۹۳ کې کې نومول شوې
د 1894 ز کال څخه راوروسته افغان-انگلیس په گډه د نښې ایښودنې سروې پیل کړه چې کابو ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده کرښه یې رانغاښتله .
چې په پایله کې د ډیورنډ کرښې د سترې لوبې یو خپلواکه سیمه د انگلستان او روسيه په گټه رامنځ ته کړه.
خو تاریخ پوهان وایي، دا قرارداد هغه مهال پر افغان حکومت تحمیل شو او داسې څه په کې نشته چې ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړي.
د پاکستان په جوړېدو سره دا کرښه په رسمیت ونه پیژندل شوه او اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې ده.
درسمیت هڅې یې.
پاکستان د دې کرښې د رسمیت لپاره بیدریغه هڅې وکړې او لا یې کوي پاکستان تل پدې ویره کې دی چې یوه ورځ به بیا تر اټکه د افغان شمله ورپیږي.
پاکستان دوخت هر واکمن ته د رسمیت ځولۍ غوړولې خو د سپک توند او جدي برخورد سره مخ شوی.
دا وړاندیز یې طالب مشر ته هم کړی ؤ چې غوښتونکی پلاوی یې له دسترخوانه پورته کړی ؤ.
کرزي هم په زغرده دا وړاندیز رد کړ.
خو د ګډحکومت په راتګ سره دا هرڅه معکوس ښکاري.
ځکه تر هر حکومت زیات دې ګډوله ادارې پنجابیانو ته زیات امتیازات ورکړل.
دې حکومت په لمړي سر کې له آی اس آی سره استخباراتي تړون امضا کړ. د بندیانو تبادلې ته یې تیاري وښوده او ډیر نور امتیازات چې هر حکومت یې په کولو او ورکړې شرمیده دوی وکړل.
پاکستان په ځلونو دروازې جوړې کړې، مهاجر یې وځورول لارې یې بندې کړې، او دا خاوره یې په توپونو وویشته خو نه یواځې داچې پټه خوله پاتې شول بلکه د زاریو لمن یې هم ورته وغوړوله.
طالبان چې یوه ضعیفه اداره یې درلوده بیا هم پاکستان ته په ځلونو جزاء بالعمل ورکړی وه خو دې حکومت چې ټولې دنیا ورته د مرستې ډغره هم وهلې د هیڅ ویلو طاقت او جرئت نلري.
ځیني شنونکي خو لا پدې آند دي چې ګډحکومت امریکا د یو داسې ګوډاګي حکومت په شکل رامنځته کړ چې دلته به د نړیوال کفري تاړاک ټولو غوښتنو ته مشروعیت وربښي چې په لمړی ورځ یې له امریکا سره د خاورې د پلور وثیقه ورکړه او اوس د ډیورند لپاره دلایل تراشي.
چې ښه بیلګه یې تیره ورځ د محمود صیقل په بین الملل کې داسې خبرې وې چې د افغانیت له ارضي تمامیت مکمل خلاف وې.
ملته!
د لرې او برې پښتونخوا متدین ولسه په خلاصو غوږو یې.واوره!
هغه کرښه چې نه موپلرونو او نه مو اجدادو نیکونو منلو ته غاړه کیښوده اوس دا تپل شوې غیر مشروع اداره غواړي د تاریخ دا بیشرمي پخپل نوم کړي او د نورو د فرمایش پخاطر دا لوبه پرمخ بوزي.
خبردار! که ویښ نشې خاوره مو لکه څنګه چې په امریکایانو وپلورل شوه او د دې تاریخي تیروتنې بیه اوس عام ولس پرې کوي.
همداسې په تور مخو پنجابیانو هم پلورل کیږي.
راپاڅئ او د دې تجارت مخه ونیسئ کنه سبا به د افسوس لاسونه مروړو خو څه به نه وي