د خلیلزاد سفرونه، طالبان او سېمئیز هیوادونه

د سولې اړوند د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر استازي زلمي خلیلزاد په مشرې امریکایې هیئت رسمي سفر افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د اکټوبر پر ۴مه پېل او لس ورځې به دوام وکړي.
 
د سولې خبرې اسانه هم نه دي، د مجاهدینو پر مهال د ژنیو مذاکرات او بیا د بینن سوان د سولې طرحه، چې تر ډیره تمه کېدله چې عملي به شي، ډاکټر نجیب الله به په سولئیز ډول واک مجاهدینو ته وسپاري، په وروستيو شيبو کې د سولې طرحه ناکامه، ډاکټر نجیب الله د ده په لاس د جوړو شوو ملیشو د مشرانو لخوا ونیول شو، ارګ ته د  شورای نظار او پرچم ډلې جنرالان ننوتل، او کورنۍ جګړې پېل شوې.
 
د امریکا / ناټو سره  طالب د جګړې مهم اړخ دی، هغوی  جګړه کوي، او د هیواد تر نیمایې په زیاته برخه سېمو واک او کنټرول لري،  د دوی خبرې اوریدل په کار ده، چې هغوی بالاخره څه غواړي، دبهرنیانو وتل په کومه طریقه غواړي.
 
اوس مهال د افغان جګړې برخه کې د امریکا پنټاګون، سي آی اې او بهرنیو چارو وزراتونه فعالیت کوي،  تر څو چې پنټاګون او سي آې اي د افغان جګړې اړوند طالبانو سره تفاهم ته ونه رسیږي، د بهرنیو چارو وزارت ته به سخته وي چې ستونزه حل کړي، امریکا کې هم واک او قوت له پنټاګون او سي آی اې سره دی، کټ مټ لکه پاکستان کې چې واک له پوځ او آی ایس آی سره دی.
 
د خلیلزاد ماموریت، پنټاګون او سي آی اې
د خلیلزاد پېل شوی سفر به د سولې برخه کې مرسته وکړي، ولي دا چې  زلمی خلیلزاد په کابل کې سفیر  و، او بیا وروسته وختونو کې، ډیر ځله یې څرګندونې شمال ټلوالې پر خپل زیان بللي،  د پاکستان او هند ترمنځ  د سیاسي رقابت برخه کې، پاکستان نیوکه کوله چې  زلمي خلیلزاد د هند لوری نیولي،  وخت ته به اړتیا وي چې د پخوانۍ شمال ټلوال د غړو او  پاکستان باور تر لاسه کړي.
 
د افغانستان کشاله کې ور ننوتي هیوادونه، د پاکستان سربیره ایران، هند او روسیه هم دي، په کار دا وه چې د عربې هیوادو پر ځای امریکایې هیئت همدې مداخله کوونکو هیوادونو ته سفر کړی وای، په داسي حال کې چې د خلیلزاد پخوانۍ اړیکې له روسیې او ایران سره هم ستونزمنې بلل شوې.
 
که خلیلزاد  د  امریکا- افغان جګړې اړوند خپلې پخوانۍ تیري تیروتنې ونه مني، تکرار یې کړي، ناکام به وي، که هغه درک کړي وي چې د امریکا ستونزه له طالب سره مخامخ خبرې ،  د سيمې هیوادونو په اعتماد کې اخیستل دي، بیا نو په کار ده چې د افغانستان  ګاونډیو هیوادونو، روسیې، چین او هند سره په ګډه د سولې پر تګلاره کار وکړي، او په افغانستان کې د امریکایې قواوو د مشر سکاټ میلر وروستۍ څرګندونې: " طالبان دي زموږ د وتلو تمه نه لري، موږ په افغانستان کې اوږدمهاله شتون لرو".  به د امریکا او طالبانو ترمنځ تازه پېل شوو خبرو باندي خامخا منفي تاثیر ولري.
 
لا هم څرګنده نه ده، چې زلمی خلیلزاد به د سولې برخه کې څومره واکونه ولري، هغه به یوازي د بهرنیو چارو وزیر ته سلا مشورې او راپور وړاندي کوي، د پنټاګون او سي آی اې ادرسونه به بېل وي.
 
خلیلزاد دوه کلونه عراق کې، دوه کلونه افغانستان کي او بیا ملګرو ملتونو کې  د امریکا سفیر او  د امریکا د ولس مشر ځانګړی استازی  تیر شوی، امریکا کې تصمیم  نیونکي کسان د ګوتو په شمار، ولسمشر، دفاع وزیر، د سي آی اې مشر، د بهرنیو چارو وزیر او پنځم کس یې په ملګرو ملتونو کې استازی او سفیر وي،  خلیلزاد یو وخت، د امریکا سیاست کې همدومره مهم کس و،  ولي اوسني دنده یې د پخوا په پرتله د شنونکو له نظره هومره په لوړه کچه نه ده، هغه به په افغانستان کې د سولې برخه کې د بهرنیو چارو وزیر د سلاکار دنده پر مخ وړي.
 
سېمئیز هیوادونه او د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې
د امریکا امنیتې ادارې فکر کوي چې ټرمپ بیړه لري چې خپل پوځیان وباسي، ټرمپ سوداګر دی او  ټوله توجه یې سوداګري ته ده، له  ملګرو ملتونو، چین، روسیې، اروپایې ټولنې، د ناټو غړي اروپایې هیوادونو، کاناډا، مکسیکو، او اروپا سره یې اقتصادي جګړه روانه کړي،  افغانستان کې هم  د خپلو اقتصادي موخو اړوند فکر کوي.
 
دا دی د امریکا – افغان جګړې اتلس کلونه پوره شول، د سیګار راپورونه ټرمپ او امریکایې ولس ته رسیږي، چې په تیرو ۱۸ کلونو کې دوی کومه لاسته راوړنه لري؟ او د پروموټ پروژې اړوند د سیګار راپور امریکایې میرمنو او ولس ته ټکان ورکوونی و.
 
که ځینې افغان سیاستوال فکر کوي چې د امریکایې پوځیانو یو ناڅاپه وتل په هیواد کې د ننه ګډوډې زیاتوي، ولي د  افغان ولس اکثریت بیا غواړي چې پوه شي، تر کومه وخته، د کوم هدف لپاره به امریکایان دلته شتون ولري، ځکه د همدوی شتون  خپله د نا امنۍ یو له اصلي لاملونو څخه دی.
 
که نظام یو ناڅاپه سقوط کوي، دا تښه به څوک ډکوي،  که باالفرض طالبان  وغواړي چې د زور او یا بلې لارې واک ته ورسیږي، هغوی به اجتماعي خدمات، خلکو ته کار او اقتصادي ودې اړوند کومه تګلاره مخکې وړي، آیا په مصر کې د محمد مرسي نظام زموږ له پاره تجربه نه ده چې څه ډول له منځه یوړل شو.
 
اړینه ده چې د پاکستان په موخو پوه شو، پاکستان  د مجاهدینو د مهال غوښتنې ممکن له طالبانو هم په نظر کې و لري، او طالبان پوهیږي چې پاکستان کومې موخې لري، هغه څه چې د روسانو سره د جهاد پر مهال پاکستان په ژنیو کې وکړل، او تر نن ورځې یې بدې پایلې موږ په سترګو ګورو.
 
پاکستان به خامخا د طالبانو د ویش هڅه کوم وخت وکړي، لکه چې مخکې یې هم کړي، تر څو مذاکرات د پاکستان له ادرسه مخکې یوړل شي.
 
د اکټوبر ۲مه ۲۰۱۸، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي په واشنګټن کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر پيمپو سره ولیدل، او د اکټوبر پر ۳مه يې وویل: " د پاکستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ ترینګلتیا او اختلاف د افغانستان په ۱۷کلنې جګړې، ناورین آو افغانستان کې له امنیت او حالت ښه کیدو سره تړلی."
 
داسي راپورونه شته چې پاکستان کې نږدې پنځه اونۍ مخکې د پوځ  او  آی ایس آی د مشرانو تر منځ ناسته شوې، هغوی پر دي بحث کړی چې له افغانستان څخه اوس وخت کې د امریکایې پوځیانو وتل د پاکستان په ګټه دی، او که دا مهال یې پاتې کېدل د پاکستان په ګټه دی، ۵۰ سلنه نظریات  پکې داسي ویل شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو نه وتل د پاکستان په ګټه دي.
 
له  یادې ناستې وروسته، سمدستي د امریکا بهرنیو چارو وزیر پيمپو پاکستان ته سفر وکړ او د سپټمبر پر ۵مه یې له پاکستانې سیال سره ناسته درلودله، د پاکستان لپاره امریکا ومنله چې د پیسو نړیوال صندق( آی ایم ایف) څخه قرضه اخیستلای شي، کوم چې مخکې همدې پيمپو ویلي وو چې دا قرضه باید پاکستان ته ورنه کول شي.
 
افغانستان له سيمئیزو هیوادو سره پرته له ښو اړیکو چاره هم نه لري، که امریکایې پوځیان ناڅاپه وځي، او خدای مه کړه، د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو او هیوادونو  له خوا  بیا هم په هیواد کې د ننه ګډوډې ته لمن وهل کیږی، او یا ځینې هیوادونه مداخلي کوي، بیا هم د افغانستان نا امني په سېمه او ګاونډیو هیوادو خپل تاثیر لري، او له چا او کوم هیواده تمه کیدای شي چې د افغانستان په امن کې دغه دروند بار ته له افغانانو سره اوږه ورکړي.
 
د امریکا او طالب مخامخ خبرې څومره اړينې دي؟
که چیرته له امریکا سره د طالبانو تفاهم کیږي، مخامخ خبرې کیږي، امریکا د یو معلوم مهالویش له مخې خپل پوځیان وباسي، په دغه ډول کړنه کې پاکستان د اوس مهال لپاره ګټه نه ویني.
 
امریکا ته په کار ده، چې له طالب سره داسي معامله وکړي چې تیر هیر کړي،  په امریکا کې د طالبانو د لاسوهنې هیڅ ډول ثبوت امریکا په تیرو ۱۸ کلونو کې وړاندي نه شو کړلای،  باید امریکا خپلې تیروتنې ومني او د طالب غوښتنو ته غوږ کیږدي، تفاهم وکړي.
 
داچې طالبان له چین، روسیې، ایران او پاکستان سره اړیکې لري،  او هغوی به هم د هند په شمول د افغانستان راتلونکي اړوند غوښتنې او انديښنې لري، که طالبان د یادو هیوادونو انديښنو ته غوږ ونه نیسي، بیا هم افغانستان کې امنیت راتلل ستونزمن ښکاري.
 
که نړیوالې ټولنې تیر ۱۸ کلونه په فساد کې ښکېل حکومت  سره مرستې کولي، په دي دې هم فکر وکړي، چې د طالبانو په ګډون د راتلونکې نظام سره هم باید خپلې غیر مشروط، ملکي او بشرې برخه کې مرستې ونه دروي،  او اړیکې محدودې نه کړي، لکه چې د روسانو تر وتلو وروسته یې همدا کار وکړ، او یا د طالبانو د نظام پر مهال یې همداسي وکړل.
 
هغه کسان چې د امریکا په شتون کې یې مالي ګټې کړي،  واک ته رسیدلي او یا واک ته بیا ځل رسیدل غواړي، هغوی د امریکایې پوځیانو وتل نه غواړي، بلکې غواړي چې امریکایان همدلته پاتي وي.
 
روسانو او امریکا په ګډه پخواني مجاهدین ټیل وهل، بدنام یې کړل، که طالب هم هغسي ګډ وډې ته ولاړ شي، ډیر به بدنام شي.
 
که  افغان دولت څومره هم کمزوری کیږي، امریکا مجبوریږي چې بیا هم د افغان کشالې اړوند له ګاونډیو هیوادو مرسته وغواړي، او ګاونډې هیوادونه به بیا له طالبانو سره  د امنیت راوستلو خبرې کوي، نو په کار ده چې امریکا اول لاس خبرې مخامخ خپله له طالب سره وکړي.