(۵۱)دﺯړه قوت:
إمام ابن القيم - رحمه اللَّه - وايې:
«کله چې دي په ﺯړه د دنيا بوج او انديښنې بار کړي، او په هغه اﺫکارو ويلو کې د سستى وکړه چې ﺯړه ته قوت او ژوند وربخى، نوبیا ته د هغه مسافر په څير يې چې پخپله سپرلۍ د توان ﺯيات بوج باروى او پوره خواړه نه ورکوي، نږدى ده چې سپرلۍ به يې په نيمه لار کې پريږدي».
الفوائد ص(٧٦).
(۵۲) دعا د قبليدو راﺯ:
« د مظلوم، مسافر او روژه دار دعا د قبليدو راﺯ انکسار " مات والى"
دى چې د هر يو په ﺯړه کې شتون لري».
مدارج السالكين (1 / 307).
(۵۳)د استغفار ویلو ګټې:
امام ابن القيم رحمه الله وايى:
«چاچى د الله حمد او ستاينه ډيره کوله نو پرهغه به دخيراتو او برکاتو تسلسل هميشه وي
او چاچى استغفار ډير غوښت نو هغه ته به مُغلق پيچيده او ګران کارونه اسانيږي».
الداء والدواء(188).
(۵۴) د زړه پاکوالی:
« پاک ﺯړه، خپل ژوند او رڼا د بشپړتيا او د خيرى او پلتۍ څخه د خلاصون لپاره په قران ويلو نه مړيږي،
غذا يې يواځي قرانى حقائق او په قرانى درملو تداوى کوي.
إغاثة اللهفان( 1 / 94 ).
(۵۵) ﺯړه دې وسپړه! چې د کوم لښکر سره مل دى؟
«کله چې دى په ﺯړه کې د دنيا او اخرت لښکري سره په ټکر شي، او غواړى چې وپيژنى ته يې له کوم يو سره مل يي؟ نو له زړه دى وپوښته چې کوم لښکر ته مايله دى او له کوم سره په جګړه بوخت دى، ځکه په يو وخت کې دا ناشوني ده چې د دواړو لښکرو ترڅنګ ودريږى، ته به خامخا له يو سره مل يي».
فوائد الفوئد: 428.
(۵۶) د زړه روښانتیا:
"کله چې ﺯړه روښانه شي، نو د هر لورې ورته د خير استاﺯې راتلل پيل کړى، او کله چې تورتم شي نو د شر او مصيبت وريځې ورته له هر ځايه راټولى شي"
الجواب الكافي.
(۵۷) اخر عمر او اخره خاتمه:
« د عمر اخر او دعمل پاى اعتبار لري.... چا چې په اخرى عمر کې بد عمل وکړ، نو له خپل رب سره به په همدغه بد عمل مخامخ کيږي».
الفوائد
(۵۸) د تقوی مرتبې:
تقوى درى مرتبې لري:
❶) - له ګناهونو او حرامو څخه د ﺯړه او اندامونو ساتل
❷) - له مکروهه کارونو څخه يې ساتل
❸) - له بى ځايه او بى ګټى کارونو څخه يې ساتل
❶) - لومړى بنده ته ژوند وربخى
❷) - دوهم: يې د صحت او قوت ګټه ده
❸) - دريم: يې له خوشحالى او خوښى برخمن کوى
(الفوئد).
(۵۹)ګټور ذکر:
"غوره او ګټور ﺫکر هغه دى چې ﺯړه په کې له ژبې سره مل وى او د نبوى اﺫکارو څخه وى".
الفوائد :(٢٧٩).
(۶۰) د نعمتونو ستر دښمن:
"بنده له نفس څخه پرته د نعمتونو بل ستر دښمن نشته، ځکه نفس د خپل ځان په وړاندې تل له دښمن سره مل وى".
الفوائد:(٢٦٣).
(۶۱) شیطان د راتلو لارې:
«د دريو لارو بنده ته شيطان راځي:
• غفلت،
• شهوت،
• غوسه».
الوابل(37).
(۶۲)له رزق څخه محرومیدل:
«ګناهونه د کار او کسب په وړاندې خنډ واقع کيږي، يقينا يو سړي ګناه د ترسره کولو له امله له رﺯق څخه محروميږى».
الفوائد (226).
(۶۳) د زړه اصلاح:
« په سوچ فکر سره د قران کریم لوستل زړه د اصلاح ستر لامل دی».
مفتاح دار السعادة (۱/۱۸۷).
(۶۴)هغه وينا چې ﺯړه يخوى:
علامة ابن القيم -رحمه الله- وايي:
أهل السنت د صحيحو حديثونو او سلفو د اثارو ملګرتيا کوي..
أهل البدع تل د خپلو ويناوو او تګلارو ملاتړى وي.
مختصر الصواعق (603).
(۶۵) ستر ظلم:
« دا ستر ظلم او ناپوهی ده چې د خلکو خپل درناوی او لویي غواړی په داسې حال کې چې زړه دی د الله له عظمت او او درناوی څخه خالی وی».
الفوائد (۲۷۲).
وروستي