![د صدقې ګــټې او فضیلت](https://rohi.af/assets/uploads/old/31870543_197280761075159_7639545388382289920_n.jpg?_nc_cat=0&oh=e318043c4b00790a86e61401bb777303&oe=5B553830)
الله جل جلاله صدقه کونکو ته د اجر او ثواب ورکولو په اړه فرمایې:(( الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُم بِالَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ)). [سُورَةُ البَقَرَة : 274].
ژباړه: كوم خلك چي خپل مالونه شپه او ورځ په ښكاره او په پټه لګوي، د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او هغو ته هيڅ وېره او اندېښنه نشته.
دصدقې ځيې ګټې او فايدې په لاندې ټول دي:
(1) صدقه مال د زیاتوالي او رزق د پراخوالي لامل ګرځي:
الله جل جلاله فرمایې: (( يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبٰوا وَيُرْبِى الصَّدَقٰتِ)). [سُورَةُ البَقَرَة : 276]
ژباړه: الله سود له منځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي.
رسول ﷺ فرمايلې دي:«مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ».رواه مسلم
ژباړه:صدقه او خیرات مال نه کموي.
(2) صدقه او خیرات د ناروغیو درملنه ده:
رسول ﷺ فرمايې:«دَاوُوا مَرْضَاكُمْ بِالصَّدَقَةِ، وَحَصِّنُوا أَمْوَالَكُمْ بِالزَّكَاةِ، وَأَعِدُّوا لِلْبَلَاءِ الدُّعَاءَ».أخرجه البیهقي وحسنه الألباني.
ژباړه: تاسې خپل ناروغان په صدقه تداوي کړئ، شتمنۍ مو په زکات وژغورئ، مصیبت او سختۍ ته دعا چمتو کړئ.
(3) صدقه کونکى د ایمان د سموالي دلیل دی:
نبي ﷺ فرمایي:«... الصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ». رواه مسلم.
ژباړه: صدقه او خیرت ستاسې لپاره دلیل دی.
(4) صدقه نیکې او پرهیزګاری ته د رسیدو لامل دی:
الله جل جلاله فرمایي: ((لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتّٰى تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَىْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ)). [سُورَةُ آل عِمرَان : 92]
ژباړه: تاسې نېکۍ ته هیڅكله نشئ رسېداى تر څو خپل هغه شيان (د خداى په لار کې) ونه لګوئ چې تاسې ته ګران وي؛ او څه شى چې تاسې ولګوئ، الله پرې عالم دى.
(5) صدقه نفس پاکوي او نیکۍ ته یې هڅوي:
:(( خُذْ مِنْ أَمْوٰلِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا)). [سُوۡرَةُ التّوبَة : 103]
ژباړه: [اې پېغمبره (ﷺ)!] ته د هغوى له مالونو څخه د صدقې په اخيستلو سره هغوى پاك کړه او (د نېکۍ په لاره کې) هغوى وهڅوه.
(6) صدقه به د خپل خاوند لپاره د قيامت په ورځ لمر له تاو او ګرمۍ څخه سيوری وي:
نبي ﷺ فرمایلې دی:«كُلُّ امْرِئٍ فِي ظِلِّ صَدَقَتِهِ حَتَّى يُفْصَلَ بَيْنَ النَّاسِ».رواه أحمد وصححه الألباني.
ژباړه:هر سړی به د خپلې صدقې او خیرات په سيورې کې وې ترڅو چې د خلکو ترمنځ پریکړه وشي.
همدا شان نبي ﷺ فرمایي: «وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لا تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ». متفق عليه
ژباړه: بل هغه څوک دی چې په پټه صدقه وکړي تردې چې چپ لاس يې نوى خبر چې ښی لاس یې څه شي خیرات کړي دي.
(7) صدقه کول له نبوي اخلاقو څخه دي:
له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی وایي: «كانَ رسولُ الله ﷺ أَجودَ ما يكونُ في رمضانَ حينَ يلقاهُ جبريلُ...فلَرسولُ الله أَجوَدُ بالخيرِ منَ الريحِ المرسَلةِ». أخرجه البخاري ومسلم
ژباړه: رسول ﷺ د روژې په میاشت کې ډیر زیات سخي و، چې کله به ورسره جبریل علیهم السلام لیدل، رسول ﷺ په خير او نيکيو باندې د خیر له باد څخه هم ډیر سخي و.
(8) صدقه د شیطان وسوسې او فریب له مینځه وړي:
رسول ﷺ فرمايلې دی:«مَا يُخْرِجُ رَجُلٌ شَيْئًا مِنْ الصَّدَقَةِ حَتَّى يَفُكَّ عَنْهَا لَحْيَيْ سَبْعِينَ شَيْطَانًا».رواه أحمد وصححه الألباني.
ژباړه: یو څوک کوم شی په خیرات کې نه وباسي تردې چې له هغه به د اویا شیطانانو وسوسې لېرې شي.
(9) صدقه او خیرات مو له بدۍ او هلاکت ساتي او د الله تعالى غوسه وژني:
رسول ﷺ فرمايې:«صَنَائِعُ الْمَعْرُوفِ تَقِي مَصَارِعَ السُّوءِ، صَدَقَةُ السِّرِّ تُطْفِئُ غَضَبَ الرَّبِّ».أخرجه السیوطي وحسنه الألباني.
ژباړه: د ښيګڼو کول د افتونو او بديو له ځاى انسان ساتي او په پټه صدقه د رب العالمین غوسه وژني.
(10) صدقه کول د قیامت په ورځ د اور څخه د خلاصي لامل ګرځي:
الله جل جلاله فرمای: (( وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلٰى حُبِّهِۦ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا)). [سُورَةُ ٱلدَّهر/الإنسَان : 8]
ژباړه: او دوى د الله په مينه کې مسكين، يتيم او بندي ته خواړه وركوي.
بیا الله جل جلاله فرمایې: (( فَوَقٰهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْيَوْمِ وَلَقّٰهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا)). [سُورَةُ ٱلدَّهر/الإنسَان : 11]
ژباړه: نو الله تعاليٰ به دوی د هغې ورځې له شر څخه وژغوري او دوی ته به ترتازګي او خوشحالي ورکړي.
همدا شان نبي ﷺ فرمایې:«اتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ». متفق عليه
ژباړه: له اور څخه ځان وساتئ که څه هم د خرما په نیمه حصه وي.
(11) صدقه او خیرات ګناهونه له مینځه وړي:
رسول ﷺ فرمايلې دي: «وَالصَّدَقَةُ تُطْفِئُ الْخَطِيئَةَ، كَمَا يُطْفِئُ الْمَاءُ النَّار».أخرجه أحمد وصححه الألباني.
ژباړه: صدقه ګناهونه داسې ختموي، لکه اوبه چې اور وژني.
(12) د صدقه کونکي لپاره هره ورځ ملائکه دعا غواړي:
رسول ﷺ فرمايې:«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلَانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الْآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا».متفق علیه.
ژباړه: داسیېورځ نشته چې بندګان په هغې کې سحر کوي مګر دا چې دوه ملائکې راکوځیږي یوه یې وايي: اې الله !د صدقه کونکي مال زیات کړې، او بله یې وایي: اې الله! د بخیل مال کم کړې.
(13) صدقه کول الله جل جلاله د محبت سبب ګرځي:
نبي ﷺ فرمایلي دي: «أَحَبُّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ سُرُورٍ تُدْخِلُهُ عَلَى مُسْلِمٍ، أَوْ تَكْشِفُ عَنْهُ كُرْبَةً، أَوْ تَقْضِي عَنْهُ دِينًا، أَوْ تُطْرَدُ عَنْهُ جُوعًا». أخرجه الطبراني وصححه الألباني.
ژباړه: الله جل جلاله ته غوره عملونه، د مسلمان خوشحالول، له هغه څخه سختي او تکلیف لېرې کول، د هغه نه قرض خلاصول، او د هغه نه لوږه لېرې کول دي.
(14) دصدقې ثواب له مرګ څخه وروسته هم له خپل څښتن څخه نه پرې کیږي:
نبي ﷺ فرمایې: « إِذَا مَاتَ ابن آدم انْقَطَعَ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثٍ: صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ».رواه مسلم
ژباړه: کله چې انسان مړ شي نو د هغه ټول عملونه قطع شي پرته له درېیو عملونه څخه: تلپاتې صدقه، هغه علم چې له هغې څخه فايده او ګټه اخستلای شي، او نیک عمله اولاد چې هغه ته دعا کوي.
(15) صدقه کول جنت ته د ننوتلو لامل ګرځي:
رسول ﷺ فرمايلي دي: « يَا أَيُّهَا النَّاسُ،أَفْشُوا السَّلاَمَ , وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ، وَصَلُّوا وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الجَنَّةَ بِسَلاَمٍ». رواه الترمذي وصححه الألباني.
ژباړه:اې خلکو! سلام کول عام کړئ، خواړه ورکړئ، د شپې لمونځ وکړئ چې خلک ویده وي جنت ته به په سلامتیا داخل شی.