د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او پښتو نړيوالې مرکې خبرتيا

د افغان کلتوري ټولنو جرګه او پښتو نړيواله مرکه  ټولو هغو دوستانو ته ، چې راتلونکې جمعه ، د لړم 18 مه  د ( پښتو او د ژباړې اړتيا ) تر سرليک لاندې سېمينار ته رابلل شوې دي ، په درنښت خبر ورکوي ، چې په بغلان کې د درنې پېښې او په هغې کې د ولسي جرګې د يو شمېر غړو ، د بغلان يو شمېر زده کوونکو او عامو وګړو د درنې مرګ ژوبلې له امله سېمينار له ټاکلي نېټې څخه وځنډول شو . د سېمينار د بيا جوړېدو  په اړه به دوستانو ته په خپل وخت خبر ورکړل شي .   په درنښت