ته رانه ﻻړې زه د پريښودم حيران مورې لرم خفګان مورې لرم خفګان مورې تا ته خدمت مې په زړۀ پاتې شو ارمان مورې لرم خفګان مورې لرم خفګان مورې ستا شفقت يادوم ستا محبت يادوم لاس ټکوم چې رانه تير دی دا دورا ن مورې اوس چی بې تا يم مورې لکه ګدا يم مورې له غمه ګيچ يم چا ته چيرې کړم ګريوان مورې ستا يادګارونه لرم ستا ټول غمونه لرم ځکه مې نم له سترګو توی شي ، شي باران مورې ما باندې او ر بل دی دزړۀ په کور بل دی له غمه چيرته چاته چيري کړم ګريوان مورې الله د وکړي رحمت شه د د ا قبر جنت حفيظ مليا ر د ځکه سپا رم په سبحان مورې لرم خفګان مورې لرم خفګان مورې په ډيره ډيره قدردانی عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا څلوريزه مورې قبر د خدای تا ته څراغان کړي مورې قبر د خدای ستا جنت نشان کړي زه حفيظ مليار به عذر کوم خدای ته چه جنت فردوس کې ستاښکلی مکان کړي ٤\١١\٢٠٠٧ م ويانا عبدالحفيظ مليار
وروستي