خپلي ليلا ته شه دلبر پښتونه ټوله دنياکړه پرې خبر پښتونه دا هندوکش او تاترې خبر کړه چی سره يو کړو لر او بر پښتونه ډيورنډ خط د سرطان دانه ده ستا تباهي ته دی خطر پښتونه دا اوبه ندي ترېنه اوښکې راځي زرشه خوشحال کړه دا سپين غر پښتونه يا د تقدير زرشه ډير زر بدل کړه يا د سر و جنګوه په غر پښتونه د خوشحال خان له پاکې خاورې ځينې جګ شه اورنګ کړه لاس په سر پښتونه د ملنګ جان په زړه چړې خښې شوې تار د اغزن لکه خنجر پښتونه که يوموټی نشو او وحدت ونکړو داسې به ګرځو در په در پښتونه دا د سبا وعدې کړئ لنډې نورې هرڅه کړئ خپل تر مازديګر پښتونه راوړی ډولونه اټنونه مرش کړئ په غليم جوړ کړئ يو محشر پښتونه حفيظ مليار باندې به جوړ شی اختر که شمله جګه کړو د خيبر پښتونه
وروستي