آیا امام صاحب څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په او داسه کړی وو؟

اعتراض:
غیر مقلدین عموماً دا اعتراض کوي چې د احنافو په کتابونو کې دي چې امام ابوحنیفه رحمه الله څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کړی وو او بیا وایي چې وګورئ احنافو خپل امام ته د نبی علیه السلام نه غټه درجه ورکړه ( نعوذ بالله من ذالک ).
تحقیقي ځواب:
د غیر مقلدینو دغه اعتراض د دوي په کم علمۍ باندې بناء دی، ځکه دوی ته دا معلومیدل پکار دي چې یو د عمل وزن وي او بل د عمل مقدار وي، نو د مقدار په اعتبار نبي علیه السلام یو حج کړی وو.

او په امت کې داسې خلک شته چې لس لس حجونه یې کړي دي، نبی علیه السلام به کم و بیش پنځوس کاله عبادت کړی وي، خو په امت کې داسی خلک شته چې سل کاله عمر لري نو هغوي به ۸۰ کاله لمنځونه او عبادات کړي وي.

خو د وزن په اعتبار د نبی علیه السلام یو حج ته د ټول انسانیت په شمول د صحابه ؤ، ټول حجونه نشي رسيدلی او دغه شان د نبي علیه السلام یوې سجدې ته د ټول انسانیت په شمول د انبیاؤ ټولې سجدې نشي رسيدلی.

الحمد لله د احنافو نظریه همداده چې امام صیب څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کولو سره یو ادنا صحابي ته هم نشي رسیدلی پاتې شو لا نبي علیه السلام ته رسیدل.

الزامي جواب:
حجةالله فی الارض حضرت مولانا امین صفدر اوکاړوي رحمه الله ته یو سړی راغلو او ورته یې وویل:
تاسو دا دعوه کوئ! چې امام صیب څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کړی، نو آیا د هغه بي بي نه وه ؟... د هغې حق یې نه ادا کولو؟..... نو امین صفدر صیب ورته وویل: چې د دې اعتراض کولو حق دوه کسانو ته ؤ، یو د امام صیب بي بي ته، بل د امام صیب د بي بي وکیل ته، نو اوس راته ته ووایه چې ته د امام صیب بي بي یې که د امام صیب د بي بي وکیل یي.

هغه سړی چپ شو، نو حضرت ورته وویل چې د دې دا مطلب هم نه دی چې یو ورز یې هم په دی کې قضاء نه ده کړې بلکې دا خو د هغه اکثر عادت وو کله کله به یې ارام هم کول او نور بشري ضروریات یې هم پوره کول.

ددې نه علاوه دا واقعې صرف د امام صیب څخه نه بلکي د ډیرو اکابرینو نه د داسې واقعاتو وقوع شوی دی، چې په مختلفو کتابونو کې موجود دي.

غیر مقلدین د امام ابو حنیفه د څلویښت کالو د سهار لمونځ د ماسوخوتن په اودس کولو والا واقعه بیا نوي او په احنافو اعتراض کوي چې دوي د امام صیب باره کې غُلو کړې ده ، لیکن غیر مقلدین دلته هم د همیشه غوندې عوامو ته دوکه ورکوي.

اصل کې د دې واقعې بیانولو والا صرف احناف نه دي، بلکې د دې په بیانونکو کې شافعي، حنبلي او مالکي علماء هم شامل دي.

په دې اکابرینو کې د اته علماؤ حوالې ستاسو په خدمت کې پیش کوم.
① امام نووي شافعي ؒ په (تهذیب الاسماء صفحه ۷۰۴) باندې.
② علامه دمیریؒ په ( حیات الحیوان جلد ۱ صفحه ۱۲۲ ) باندې.
③ حافظ ابن حجر عسقلاني الشافعیؒ په ( تهذیب التهذیب جلد ۱۰ صفحه ۴۵۰ ) باندې.
④ علامه جلال الدین سیوطیؒ په ( تبیض الصحیفه صفحه ۱۵ ) باندې.
⑤ قاضي حسین بن محمد دیار مالکیؒ په ( تاریخ الخمیس جلد ۲ صفحه ۳۶۶ ) باندې.
⑥ عبدالوهاب الشعراني حنبلیؒ په ( کتاب المیزان جلد ۱ صفحه ۶۱ ) باندې.
⑦ ابن حجر مکي الشافعیؒ په ( الخیرات الحسان صفحه ۳۶ ) باند.

د امام صاحبؒ دا واقعه بیان کړې ده، چې امام ابو حنیفه څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کړی دی.

⑧ شیخ عبدالقادر جیلاني حنبلیؒ وایي چې د څلویښتو تابعینو متعلق منقول دي، چې هغوي څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کړی وو او د دې سند صحیح دی (غنیة الطالبین، صفحه ۴۹۶ _ بتحقیق مبشر لاهوري غیر مقلد)
د غیر مقلدینو نه ګزارش دی چې ولګوئ په دې اکابرینو علماؤ هغه ټاپه کومه چې د امام صیب په باره کې لږوئ! په دې څلویښتو تابعینو یي هم ولږوئ! چې څلویښت کاله یې د امام صاحب غوندې د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کولو.

ایا شیخ عبد القادر جیلانیؒ هم د دې څلویښت اکابرینو دا د څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسخوتن په اودس کولو واله واقعې بیانولو کې غلو کړې ده؟ غیر مقلدو په شیخ عبد القادر جیلاني باندې فتوی ولې نه ده لګولې؟؟؟!!!........

ایا دا ټول حنبلي، مالکي او شافعي علماء او اکابرین هم د امام ابو حنیفهؒ په باره کې غُلو کوي؟....
غیر مقلدینو! راشئ همت وکړئ او په دې اکابرینو هم هغه فتوی ولګوئ چې کومه د امام ابو حنیفه او دده په مقلدینو احنافو باندې لګوئ.