د مسند الأسانيد شيخ شاه ولى الله دهلوي رحمة الله علیه ژوند ته لنډه کتنه

شاه ولی الله بن شاه عبدالرحیم بن وجیه الدین په ۴شوال/۱۱۱۴ھ کې د خپل مورني نیکه په کلی پهلت ضلع مظفرنګر کې پیداشو، د دوی سلسله نسب د پلار له طرفه حضرت عمر(رضی الله عنه)او دمور له طرفه حضرت موسی کاظم پوری رسيږي، د دوی مشر شیخ شمس الدین مفتی د اسلامي حکومت په شروع کې برصغیر ته رغلی وو او رهتک علاقه کې اوسیدلو.

لومړی دا خاندان په علم او فضل کې ممتاز وو، خوبیا ورستو ددې خاندان اکثر خلق عسکری شول.
دشاه ولی الله نیکه وجیه الدین دتوری او قلم خاوند وو، همدارنګه شاه عبدالرحیم قرآن مجید د هغوی نه زده کړی وو، لیکن شیخ وجیه الدین دیو عسکر په حیث مشهور دی، هغه د اورنګزیب عالمګیر رحمه الله په لښکر کې سردار وو، دشاه صاحب پلار د اوچتې پايئ یو عالم او صاحب فهم صوفي وو، شاه صاحب لومړنی تعلیم دخپل پلارنه زده کڑو، او دلسو کالو په عمر کې هغه فوائد الضيائية(شرح جامی) وويله د ۱۵ کالو په عمر کې د تفسیر بیضاوی شریف دیوجزء په ويلو يی فراغت حاصل کړ، په دغه کال يي دخپل پلار په نقشبندیه سلسله کی بیعت وکڑو، د اوولسو ۱۷ کالو وو چې شاه عبدالرحیم په۱۲صفر۱۱۳۱ھ کې وفات شو، دهغوی په ځای يئ تدریس شروع کړو، او تقریبا تر دولسو ۱۲ کالو پورې يئ تدریس وکړو.

د ۱۱۴۳ھ په آخر کې يئ حج وکړ، اګر چې په هندوستان کې دحدیثو سند دمولانا محمدافضل سیالکوټي رحمه الله نه حاصل کړی وو، خو بیا ھم دمکې معظمې او مدینې منورې د قیام دوران کې د شیخ ابوطاھر مدني رحمه الله نه استفاده وکړه، او اجازت حديث يی حاصل کړو، په رجب۱۱۴۵ھ کې په خیریت سره وطن ته واپس راغلو، وطن ته دواپس رتلونه ورستو ترآخر وخته پورې تقریبا دیرش کاله دمسلمانانو د دینی او سیاسی بدحالت دبهتر کولو دپاره يی کوششونه وکړل، شاہ ولی الله چې په کوم وخت کې سترګې پرانستی وی، دمغلو دسلطنت لمر په ډوبیدو وو، طوائف الملوکې عام وہ، ( ایسٹ انڈيا کمپنی ) سياسی قوت جوړیدو، په دینی لحاظ سره جاهل پيرانو او مکارو صوفيانو دبدعاتو او خرافاتو بازار ګرم کړی وو، په دې حالاتو کې شاه صاحب دامت مسلمه داصلاح دپاره دزړه داخلاصه ملا وتړله، شاه صاحب په ۲۹محرالحرام۱۱۷۶ کې وفات شو او ډهلی کې دمهندیانو په قبرستان کې دفن کړی شو، دھغوی نابغه ځامنو اصلاحي مشن جاري وساتلو او دامت داصلاح اھمه فريضه يی اداکړه.
دشاه صاحب مشهور تصنیفات:
۱ فتح الرحمان فی ترجمة القرآن
۲ الفوزالکبیرفی اصول التفسیر
۳ فتح الخبیر
۴ تاویل الأحادیث فی رموزقصص الأنیباء
۵ المسوی شرح موطا
۶ المصفی شرح موطا
۷ اربعون حدیثا
۹ الدرالثمین فی مبشرات الامین
۱۰ النوادرمن احادیث سیدالاوائل والاواخر
۱۱ الفضل المبین
۱۲ الارشاد الی مهمات علم الاسناد
۱۳ تراجم ابواب بخاری
۱۴ الانتباه فی سلاسل اولیاء الله
۱۵ حجة الله البالغه
۱۶ البدورالبازغه
۱۷ الانصاف فی بیان سبب الاختلاف
۱۸ عقدالجیدفی احکام الاجتهادوالتقلید
۱۹ السرالمکتوم فی اسباب توین العلوم
۲۰ قرة العینین فی تفضیل الشیخین
۲۱ المقالة الوضیة فی النصیحة والوصیة
۲۲ حسن العقیدة
۲۳ المقدمة السنیة
۲۴ فتح الودود
۲۵ مسلسلات
۲۶ رساله عقائد
۲۷التفهیمات الإلهیة
۲۸ فیوض الحرمین
۲۹ القول الجمیل
۳۰ همعات
۳۱ سطعات
۳۲ لمحات
۳۳ الطاف القدس
۳۴ هوامع(شرح حزب البحر)
۳۵ الخیرالکثیر
۳۶ شفاء القلوب
۳۷ کشف العینین فی شرح الرباعیتین
۳۸ فیصله وحدت الوجودوالشهود
۳۹ سرورالمحزون
۴۰ ازالةالخفاعن خلافة الخلفاء
۴۱ انفاس العارفین
۴۲ مکتوبات
۴۳ قصیده اطیب النعم فی مدح سیدالعرب والعجم
۴۴ دیوان اشعار عربی(کوم چه شاه عبدالعزیزجمع کڑی اوشاہ رفیع الدین مرتب کڑل)
۴۵ صرف میر(منظوم فارسی)
۴۶ رساله دانش مندی.
رحمه الله تعالی علیه رحمة واسعة