له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره ۱۰ آسانه لارې

د خپل ژوند له شېبې شېبې څخه خوند واخلئ، ځکه چې تېرې ورځې نورې نه تکرارېږي. ښایي د هر کس په ژوند کې ستونزې شتون ولري، خو نباید له هغو سره لاس و ګرېوان شئ. لاندې مو له ژوند څخه د خوند اخیستلو له پاره څو تګلارې بیان کړې دي:

۱ ـــ ترڅو چې کولای شئ مسکا وکړئ:
مسکا په یوه ښکلي او انرژي زېږونکي منحني باندې د مستقیم خط بدلون ته وایي. مسکا وکړئ، ترڅو ستاسو له پاره ژوند ساده او آسانه شي. په ژوند کې چې له هرې ستونزې سره مخامخ کېږئ، نو په یوې مسکا سره کولای شئ ترې تېر شئ. که چېرې مسکا وکړئ، نو په ژوند کې به د لا ډېرې آرامتیا احساس وکړئ.

۲ ـــ په اوس کې ژوند وکړئ:
کابو ۶۰ سلنه خلک په خپل تېر کې ډوبېږي او له هغه سره ژوند کوي، په هغو څیزونو باندې تمرکز کوي، کوم چې ډېره موده مخکې ورسره مخامخ شوي وو او تل د هغو په اړه فکر کوي، په دې ډول افکار کې په ډوبېدو سره ځان ځوروي. مهمه داده، چې په اوس کې ژوند وکړئ او تېر هېر کړئ، اوس او راتلونکې ستاسو په مخکې ده، نو د هغو له پاره پروګرام جوړ کړئ.

۳ ـــ مثبت لیدل لرل، د خوشالۍ او له ژوند څخه د خوند اخیستلو راز دی:
که چېرې تاسو د هر څه په اړه یو مثبت لید ولرئ، ژوند ستاسو له پاره ښکلی او خوندور کېږي. اجازه مه ورکوئ، چې هر څیز په تاسو باندې منفي اغېزه وکړي، هڅه وکړئ، چې د کتابونو او مثبتو نقل قولونو په لوستلو سره ځان او ژوند ته مو ښه احساس ولېږدوئ، دا مثبت لید کولای شي، چې له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو له ژونده خوند واخلئ.

۴ ـــ تمې مو را کمې کړئ:
د زړه له کومې او پرته له کومې تمې، له خپل ژوند څخه خوند واخلئ. که چېرې تاسو په ژوند کې د ډېرو څیزونو تمه ولرئ او هغو ته ور ونه رسېږئ، نو ډېر سخت به وځورېږئ. ډېری خلک په ژوند کې خپلو هیلو ته د نه رسېدو له امله خواشینونکی احساس تجربه کوي. د نېکمرغۍ او له ژوند څخه د خوند اخیستلو له پاره یو آسانه فورمول شتون لري: د هر هغه څه منل، کوم چې ستاسو په تقدیر کې دي، یا په بله وینا هر هغه څه چې لرئ پرې قانع اوسئ.

۵ ـــ خوښ او راضي اوسېدل:
ښایي د ناهیلۍ له اصلي دلیلونو څخه یوه هم همدا موضوع وي. کله چې له خپله ژونده خوښ او راضي ونه اوسئ، نو د نا کرارۍ او اندېښنې احساس کوئ او دا احساس ستاسو په ورځینو فعالیتونو کې څرګندېږي، له ټولو څیزونو سره، چې په خپل ژوند کې یې لرئ او حتا نه یې لرئ، خوښ او خوشاله اوسئ. که چېرې خوښي او رضایت شتون ولري، نو طبیعي ده، چې د خپل ژوند له هرې شېبې څخه به خوند واخلئ.

۶ ـــ له ورځني ژوند څخه واټن واخلئ:
د خپلې خوښې په تفریحګانو سره، له ورځني ژوند څخه خوند واخلئ. کله چې ژوند یو مخیز کېږي، نو تاسو په یوه استراحت او ښه وخت تېرولو سره، کولای شئ، خپل ژوند ته خوښي او خوشالي را وبلئ. له کومو کارونو سره چې مینه لرئ، ترسره یې کړئ، ځکه وخت هېچا ته په تمه نه پاتې کېږي.

۷ ـــ له اروایي فشار څخه واټن واخلئ:
اروایي فشار د خپل ژوند له ستونزو سره مه ګډوئ، خپله آرامتیا وساتئ او اجازه ورکړئ، ترڅو هر څه په خپل ځای واوسي. آرامتیا ته د رسېدو او د هغې د ساتنې له پاره، هوازي ورزشي تمرینونه لکه ژوره ساه ایستنه او ساه اخیستنه له قلمه مه غورځوئ.

۸ ـــ د خوشاله کوونکو کارونو لېست چمتو کړئ:
آیا تر اوسه مو د خوشاله اوسېدو د لېست په اړه څه اورېدلي دي؟ که چېرې په ژوند کې مو دا لېست نه درلوده، نو اوس یې چمتو کړئ. هر هغه څه چې په ژوند کې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي ولیکئ او هره ورځ یې ترسره کړئ. که چېرې دې لړۍ ته دوام ورکړئ، نو هېڅ څیز نه شي کولای، چې ستاسو په خوشاله اوسېدو باندې منفي اغېز وکړي.

۹ ـــ ژوند وکړئ او نورو ته هم د ژوند کولو اجازه ورکړئ:
باور ولرئ، په ژوند کې د خوشاله اوسېدو له پاره، باید سیاست ولرئ او په سیاست سره چلند وکړئ. که چېرې د خپل ژوند په اوږدو کې له دې تګلارې څخه ګټه واخلئ، نو ډاډه اوسئ، چې د تل له پاره به خوشاله واوسئ.

۱۰ ـــ خپلې روغتیا ته ارزښت ورکړئ:
روغتیا په ژوند کې تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي، ځکه د روغتیا په لرلو سره به انسان ډېر خوشاله وي. د خپل بدن روغ اوسېدلو ته ارزښت ورکړئ او خپلې روغتیا او آرامتیا ته د رسېدو له پاره تمرینونه په پام کې ونیسئ، کله چې له جسمي پلوه روغ واوسئ، نو اروایي روغتیا به مو هم تضمین وي.