
کټ مټ لکه د کابل ښار اوسيدونکو چې له مخونو څخه نور او بر کت پاک تښتيدلى، اوس په تنګو دريشيو، د مخ په ښويولو، په شنه زور سينګار او يو بل په ځان مينولو دومره سترګې پرې پټې کړې دي چې د سړکونو په غاړو پرتو سوالګرو باندې پښې اړوي او دې ته خو يې بيخي اروا هم نه ده ورشکه چې له اطرافو راغلي خلک شاته په کومه سترګه ورته ګوري او په زړه کې يې څه ناهيلي ورته تيريږي.
که بيا يې هسې ورپام شو په چاودينکه موسکا د ځانه سره لاس اچوي چې ځه! دا له وخت نه پاتې وګوره له غره نه راښکته شوي، دا شنه... په څه پوهيږي او که لږ يې نور هم بيګانه وپيژندې (ايخوا ديخوا دې کتل) نو يا به دې ماښام خلاصوي او يا به دې باران ، تر څو يې چې جيبونو ته ښه عزت نه وي درکړى.
همدا منظره مې راواخيسته، زمونږ د دفتر نه د کوز کلي په مينځ کې له دوکانونو سره مې پرتله کړه، چې پکې نوي رسيدلي هلکان چې په ځان نه پوهيږي پرون يې پنځه روپۍ تر لاسه کړې دي، په چټي وټي سياليو نه سره مړيږي، په تيره خو د اختر په ورځو کې.
زه پوهيدم، زمونږ د دفتر دروازه چې ورماته ده په دې کوڅه کې يو پنځه کلن ماشوم تيريږي، پخوا خو به يو بل ماشوم هم ورسره ملتيا کوله او بازار ته به تلل، د مستريانو په کوڅو کې به يې د ټايپ په لوډسپيکر کې مزى اچولى و، په ځمکه به يې څکولو او د مقناطيس په واسطه به يې کباړ پرې رانيوه.
خو کله چې هغه ملګرى يې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو، اوس يې تنها زړه نه شو غټولى چې ښار ته ولاړ شي، يوازې د کوز کلي دوکانونو ته کوزيږي او هلته د خوړل شويو ميوو پټوکي په غاښونو ګروي.
کوم لګيدلي بانجان يا کچالان چې له دوکانه ډيران ته غورځيدلي هغه هم په غلا، غلا په توره خلته کې را اچوي او کور ته يې د پخلي لپاره راوړي.
د اختر ورځ را ورسيده، له مانه د سهار چاى، جامې د اختر لمانځه ته تيارى له ياده هم وتي وو، په همدې وسوسو کې ګرد وردتاويدم چې که دا خوارکى ماشوم د دکانونو مينځ ته داخل شي او د شتمنو زامنو اختريزې نخرې، نوي موډ لباسونه، په رنجو لړلې سترګې، په نکريزو ګل نقشه لاسونه او ګوتې، هګۍ ګټل، اصراف او له ده څخه بې پروايۍ ته هم ځير شي او خپلو خيرنو جامو او بې وسۍ ته هم سر ښکته کړي، نو ترک ذره خو به يې وچوي.
زه د دفتر په خوله کې ناست وم، لا مې سوچ نه و بشپړ، چې د کوڅې په بر سر (ګولايۍ )کې را وبريښېده او پاپالۍ را روان و، په سترګو کې يې سوکونه هم وهل، ما د لاس خپړ د سيوري په ډول د سترګو دپاسه کړه، په حيرانتيا مې ورته وکتل ... لږ وړاندې راغى، زه هم ور مخې ته شوم، ستړي مشې مې ورسره وکړه- خو د اختر مبارکي مې ورسره ونه کړه.
په بره کوڅه کې د شتمنو زامنو په بيګاني سوځيدلي ميرګن کې، په خندا او مسخرو په تيږه باندې ورپورې وهلى و، تندى يې وينې شوى و، په هغه زخم يې خاورې دوړولي وې، ژړا يې ايرې او دوړې پر مخ باندې داسې رابهولې وې،لکه کلمه چې پرې وليکې.
د ماشوم په زرتارو ويښتانو، توتکيو سترګو، ګلغوټۍ خوله، هوار مهين مخ او داندام په ښکلا کې يې څه کمى په نظر نه راتله، خو نيستۍ ظالمې يې پر مخ خوار لاس راتېر کړى و.
زما اوښکو هم وکولى شول، چې ورسره وويني، خو په دې خاطر، چې په خوابدۍ کې راباندې پوى نه شي، ومې ويل: يره ! د لمر سترګې ته هم چې سړى تر ځنډه وګوري، په سترګو کې يې اوښکې راځي، خو ښه وه بهانه مې ماته نه شوه.
دا چې ماشوم غورځيدلى و، يوه هګۍ يې هم په لاس کې چاوده شوې وه، له ما سره هم بيګاني ملګرو هګۍ ايښې وې، يوه دانه مې ر ا اخيستې وه، له ماشوم نه مې هګۍ واخيسته او په غاښونو مې وټکوله...
او هو! دا څومره ټينګه هګۍ ده !؟.دادې ډ که کړې ده اوکه له لرګې نه دې جوړه کړې ده ؟.دا خو زه له تاسره داسې نه جنګوم ،ځولۍ ته يې سره اچوو.
زما لمنې ته مو دواړه هګۍ واچولې او په رضا مې ده ته زما روغه هګۍ ورکړه، دده ماته هګۍ ما دغاښونو د بغل په يوه تېره غاښ باندى ووهله، نور مې هم ترک پکې بوته، چې رانه ويي ګټله، معلومداريې رنګ وغوړيده، نور يې غوښتل چې داختر مېلې په لور ولاړ شي، زه يې ښه مخې ته ودرېدلم چې خلک ونه ويني.
بيا مې په دروغو ورته وويل: هغه سپۍ هم زمونږ په دفتر کې لنګه شوې ده چې تا ماته ويلي و يو کونګرى به راته پکې نيسې.
د ماشوم په دې زيري سره اختر بيخي له ياده ووت، دفتر ته له مانه وړاندې ننوت،کونګريو چې د ماشوم خوشالي وليده، دوى هم ورته په را ترپکو شول.
رښتيا هم په وړوکوالي کې هر څه ښکلي ښکاري - خو يو نيم بيا ډېر بد رنګ وي لکه د کوترې مرغوچي او داسې نور...
سپۍ هم راپورته شوه، وغځيده، په ملاکې يې ټسونه وکړل، ماشوم په خواره لهجه وويل : ماسره چې څوک جنګ کوي دا کوتيکي به يې بيا رانيسي؟ ما په خنداکې ورته وويل: ته له دې وروسته سرې سترګې مزې وهه، دا د غلجيوالو سپيو ذات دى، څوک چې تاته څنګزن وګوري، درته مړۍ، مړۍ به يې کړي.
ماشوم په لوبو ورسره بوخت شو، رنجه يې په ځمکه ورته څکوله او کونګريو به وړې، وړې خپړې ورباندې لګولې.
ما تليفون راواخيست چپ مې کړ، مال د اختر ورځ ده ملګري به د چکر او سيلونو په موخه زنګ درته ووهي، بيا مې پاک بند کړ، مال هسې نه پيغام راته پريږدي چې ته دومره په غټو کې شوې، چې تليفون ته ځواب هم نه وايې؟
له ماسره د دفتر د رنګا رنګ ګلانو خوشبوييو هم خپل هدف ته په رسيدو کې مرسته کړې وه، د بيديا مصنوعي عطرونو د بوى مخه يې ډب کړې وه چې دا ماشوم پوى نه شي چې د اختر ورځ ده.
بيا له مسجد نه تقرير اورول کيده، انديښنې واخيستم خو د ماشوم د پاچاهۍ فکرونه مې دې حالت ته رسولي وو چې ويل يې: په لوډسپيکرکې بيا د څه شي واويلا ده؟
مال افغانستان دى، بم والوت او بمبار وشو بس دا خبرې دي، بيا به د يو چا فاتحه اخلي.
زه هم تر ډېره بريده پخپله خبره خطا نه وم، په لوډ سپيکر کې شور يوې زورورې مظاهرې ته ورته و نو ماشوم له ځانه سره وويل: ښه ده يوازې خو په مونږ ټکه نه ده راټيټه، ما هم له ځانه سره غلي وويل: او خدايه دا حالات به څوک جوړ کړي؟
د ماشوم تصادفاً دا طنز له خولې ووت، چې اوغانستان يو ليلا مجنون درلودل، هغه چې مړه شول، بيا يې ومنه که جوړ کړې.
ما له ځانه سره د خندا سوڼ وکړ(هن) چې کتابونه خو ليکي: چې ليلا او مجنون د افغانستان نه بلکې د عربستان وو، بيا مې خندا له ځانه سره په فکر واوښته، ومې ويل راځه دا طنز په څنګل.
باندې وليکه، جالبه سوژه ده که ورته ګوښى شوې وبه يې څيړې،ګوندې خلک مثبت برداشت ترې پورته کړي
دى مې خپل ماشومانه مزاج ته پريښود چې مه که ډېر ښه پرې ورغلى دى، په دې غلطولو، غلطولو کې د اختر لمونځ هم رانه پاتې شو.
د اختر لمانځه نه وروسته اعلان وشو: ((يو پنځه کلن ماشوم چې زړې جامې يې پر تن دي له سهاره راهيسې لا درکه شوى دى، جماعت ته دې يې راولي ! زه هم ورخطا شوم، چې کورنۍ به يې پسې ګرځي ښيرا او ازار به راته وکړي، ماشوم ته مې وويل چې د واده د خوړې اعلان وشو، ته اوس ورځه او کونګرى چې کله ښې سترګې وغړوي او په مورنيو شيدو ښه درته غټ شي بيا به يې خپل درسره بوځې.
ماشوم وويل: خامخا که را يې نه کړې دا زنځير به په ضمانت کې درنه يوسم، ما يې غوښتنه په ډاګ ونه غورځوله، ماشوم زنځير په غاړه کې واچوو، په منډه د وتو سره سم يې د دروازې په ليچي باندې نوک وواهه او د کوڅې په غټ مينځ کې څلور وزره پريوت.
د باندې يوه ډله پوليس چې شخصي جامې يې پر غاړه وې، د وسلو سره ناست و او د بې درکۍ اعلان يې هم اوريدلى و، چې ماشوم يې هم په داسې حالت کې وليده چې په ځمکه نسکور دى او زنځير يې په غاړه کې دى، سمدستي يې رامنډې کړې، چيغې يې کړې: هلئ، هلئ ماشوم هغه دى، په دې دفتر کې غلو نظر بند کړى و.
ماته يې د ټولو پيژنګلو خلکو په مخ کې لاسونو ته ولچک را واچول او ټيټې سترګې يې په ديکو، ديکو د رینجرې باډۍ ته ورپورته کړم ، هلته يې چې جينايۍ ته حاضر کړم، د تحقيق په ځواب کې مې ټوله کيسه ورته وکړه - خو په غوسه يې ددې متل سره غبرګ شړک له مخه رانه پورته کړ: ((چې غريب سړى برګ يې سپى))
ته دومره د خوارانو له غمه مړ يې، ولې د دولت مرستې د څه لپاره دي؟ په دې ماشوم دې بونګې کاږلې، ګوردې دې ترې باسلې، يا دې قاچاق په کې تيرول !؟
سل تورونه يې راباندې وتپل او جيلخانې ته يې ورټيل وهلم، له دې سره سل وسوسې راوغورځيدې... غواړې به يوه درپېښه به بله شي.
او خدايه! د ماشوم په تسلۍ کې خو کامياب شوم- خو په دا اخيره کې يې خوند ونه کړ، دا امتحان به د کومې ګناه سزا وي،کيداى شي له مانه مې مور خفه وي چې د اختر مبارکي ته هم ور نه رغلم، يا ښايي په ماشوم پسې د خپلې کورنۍ غړي زيات ګرځيدلي وي، په ستړيا کې به يې ښيرا او ازار له خولې وتلى وي،
او هو... رښتيا د اختر لمونځ هم په دې کې رانه پاتې شو، بله دا چې له ملګرو نه مې تليفون هم بند کړى و، کيداى شي دا اشتبهات وي، که دا ټولې غلطۍ وي، خدايه د ماشوم تسلي او رضايت مې د خلاصون سبب کړې، بيا مې خولۍ له سره راواخيسته، درې ځلې مې وويل : چې خداى دې دې زورواکو ته د نيکۍ هدايت وکړي او که هدايت يې په تقدير کې نه وي ليکلى، خداى خو دې ...
پای