قتل

چــــا پـــه جفــــا چــــــا په خـــــندا وژلــــــی
چـــا پـــه ژړا چـــا پـــه مــوســـکا وژلــــــــی
د ځان قــاتـــل به زه اوس څـــوک نيـــسمه
معلـــومـــه نه ده چــــې يــــم چــــا وژلـــــــی
لاس چې دې سره او په لمن دې څاڅکـي
دا نښــــې وايـــــي چـــــې يـــــم تا وژلـــــــی 
چـــــې په ليـــــمو په کــــــې مـــزل کومـــــــه
لکه مجـــنون د عـــشق صــــحرا وژلــــــــی
خلکــو، مقــــتول نه يــــم د چـــــا د لاســــه
خپلـــــــو دردونـــو يــــم په خـــــوا وژلــــــی
۱۳۶۴.۴.۱۶
\"\"