په تصور مې شي خواږه را خواره چې دې يادونه شي په زړه راخواره درځم درځم ستا د ديدن لپاره که رقيبان شي لکه غله راخواره خيال چې دې پيښه د زړه کور ته وکړي دردونه شي پکې ويده را خواره مينه که ستا اورونه نه بلوي په ما اورونه شي په څه راخواره در ته نیولي می د زړه زخمونه د بڼو غشي دې که ښه را خواره
وروستي