د زلمي حبيبزي يو څو شعرونه

کوترې ناصحه لرې چې خولګۍ  ترې  واخلم
ماشوم زړګی مۍ ځي  شکرو  پسې پرېږدی چې کښينی د بامونو پر سر
چکچکې مه   وهی   کوترو   پسې *** پتنګ به خود پرې خپل  وزر  سوزوي
شمه یې غم   کې  ټول  بشر    سوزوي ستا    بارودي   نظر  حسينې   پېغلې
زما د هیلو   سمه ،  غر    سو زوي لږ دې  پرې سیوری د حیا راخور که
د حسن  ګل دې د وخت  لمر  سوزوي چې وي جنګونه  او لمبې  نړۍ   کې
سوله همېش پکې خپل سر  سو زو ي ښکلي یې هیڅ په لوري نه ورګوري
زلمی پرې هسې  خپل نظر سوزوي
***
له تورو  سترګو د باڼه  چاپېره
لکه جرګې   ته  پښتانه چاپېره
لکه يو ياد به دې ساتمه  پکې
جانانه کړم به درنه زړه چاپېره
که یې زما د خیال مورچې نیولې
غمونه ستا مې کړل خواره چاپېره
پرون یې لاس د یارانې راکاوه
نن مې دي واړه له کاله  چاپېره
زما خیالونه د غزل ماشوما ن
وږي، نهر له  تناره  چاپېره زلمی حبیبزی
***
 
خال دې د سپین جبین  پټی  ګرو  کړی
غم   د  لیلا  رانه   زړګی   ګرو  کړی نه په  خندا  نه په  موسکا    پوهيږ ې
تل دې زما د ژوند  سپرلی ګرو کړی دا شېخ! مې حق پکې ذره  نه  بولي
وایی جنت مې ځای  پر ځی ګرو کړی د کور   او  کلی  درته  څه  ووایم
پوله په  پوله  مو  مرګی  ګرو  کړی بیا چې ځلمی په ژبه سپک  یادوی
چا دې د  سرو شونډو وښی ګرو کړی
*** تور اوربلونه  یې  اورونه  سېزي
خود اسویلي مو  ځیګرونه سېزي رقیبه ستا ورباندې  څه  کمېږي
که سوزي سوزي زموږ زړونه سېزي د کور  او  کلی   رانه  مکړه  تپوس
پوله په پوله   ارمانونه   سېزي ښکاری رښتیا مې قتلوی جانانه
راته بې وخته دې لاسونه سېزي زلمیه ژر یې پې ملیار خبر  که
د سپیلنو په ځای ګلونه  سېزي