غزل

راځی راځی  چې تورتمونه  وژنو
تورې تیارې او ماښامونه  وژنو دا تربګنۍ او دښمنۍ ختمې  کړو
کلی په  کلی  نفرتونه   وژنو چې خوشالی مو د زړه کورته راشی
يوبل   ته  وخاندو  غمونه  وژنو توپیر د هغې دغې ورک کړو تر منځ
د دښمنانو    پلانونه             وژنو زلمی نارې کړی سوله سوله  غواړو
واړه په   ګډه  دا  جنګونه     وژنو *** لونهګ
 
تا چې په زلفو کې  ټومبل  ګلونه
زما په زړه کې غوړيد ل  ګلونه
  توله دنیا راته غنچه غنچه شوه
ما چې لیدل ستا په منګول ګلونه
خېر دی اشنا که تا په کاڼو ويشتم
زه درکومه په   بدل  ګلونه
مې نکېږی له تا  رقیب   ګيله
قسمت په ما نه لورول   ګلونه
زلمیه شماره یې تا څو نیولي
بیګاه په هر چا وریدل ګلونه
 
 ۱۳۷۷/۳/۳۰ 
خوست مندوخیل کلی  ***
کوترې
ناصحه لرې چې خولګۍ ترې واخلم
ماشوم زړګی مې ځي شکرو پسې
پرېږدی چې کښيني د بامونو پر سر
چکچکې مه وهی کوترو پسې زلمی حبیبزی ***