د حقارت احساس څه ده او څنګه ېې درملنه کېدای شي؟

لږ تر لږه پنځه نوي سلنه وګړي د حقارت غوټه (احساس) لري او په ميليونونو کسانو کې دغه احساس دومره جدی دی چې هغوی ېې له برياليتوب او خوشالۍ څخه محروم کړي دي.

هغه څوک چې د حقارت غوټه لري تل دا احساس کوي او يا هم له نورو خلکو سره داخبرې کوي، چې زه نشم کولای دا کار سرته ورسوم، زه نه شم کولای په کومه لوبه کې بريالی شم، زه ددې کار د سرته رسولو مهارت نه لرم، زه يو بې ارزښته انسان يم، هر څوک له ما څخه ښه دي او زه د چا نه خوښيږم.

د حقارت احساس له کومه ځايه راځي؟
د حقارت د احساس منشا زمونږ د واقيعتونو او تجربو څخه نده، بلکې هغه برداشت او تفسير دی، چې مونږ ېې له واقيعتونو څخه کوو، يا په بل ډول د حقارت احساس زمونږ د تېرو کړنو او تجربو تحليل دی، نه په خپله هغه کړنې او تجربې.

د بېلګې په ډول: دا حقيقت دی، چې د وزن په پورته کولو کې به يو کمزوری شخص يو، مګر دغه کار نه شي کولای له مونږ څخه يو (حقير شخص) جوړ کړي. خو که چيرې د وزن پورته کول له فيزيکي کمزورتيا پرته مونږ له نورو عواملو څخه وبولو بيا نو مونږ حقير يو. ځان حقيرول په دې مانا چې مونږ خپل ځان ته له کومې زوايي ګورو.

د پوهې او د مهارتونو نشتوالی ندی، چې مونږ په حقارت باندې اخته کوي او زمونږ په ژوند اثر کوي، دغه د حقارت احساس دی، چې خپله شته پوه او مهارت باندې باور نه لرو.

د حقارت احساس يوازې په يوه دليل منځ ته راځي: ځان د خپلو قوانينو سره سم نه پرتله کوو، بلکې د نورو کسانو د قوانينو له زاويي ورته ګورو. کله چې دغه کار ترسره کوو، همېشه په دوهم رديف کې لويږو. فکر کوو، په دې عقيده لرو او فرض ېې ګڼو، چې خامخا بايد د نورو خلکو له قوانينو سره پرتله شوو. نو ددې کار پايله داسې کيږي، چې خپله (بې ارزښتي) ته په خپله رايه ورکوو. فکر کوو، چې د نيکمرغۍ او برياليتوب لياقت نه لرو او تل د ګناه احساس کوو او هغه وړتيا چې دننه په وجود کې ېې لرو له لاسه ورکوو.

ددې ټولو علت دادی، چې مونږ خپله اجازه ورکوو او صرف په دې باور، چې ((زه بايد د فلاني کس په څېر و اوسم)) يا د نورو کسانو سره ورته شم. که چېرې لږ کم په دې باره کې فکر وکړو، ددې تفکر ډول ډېر ښه روښانه کېږي. ځکه چې هيڅ يو ثابت معيار چې وکولای شي ټولو انسانان په نظر کې ونيسي وجود نلري.

د حقارت احساس له منځه يوسئ
که چېرې د حقارت په غوټه اخته او ناراحته ياست، د دې علاج دادی، چې خپل ځان د نورو څخه ښه او لوړ وګڼئ خو په داسې ډول نه چې په دې کار کې له نورو سره کينه پيداکړئ، خپل ځان له هره پلوه ځواکمن وښاياست او په خپلو وړتياباور ولرئ،خو داسې نه چې خپله برتري د نورو په کمزورتيا کې ولټوئ. که چېرې مو ځان دا ډول پرتله کاوه د حقارت احساس به مو له منځه لاړ شي، خو کېدای شي په بل مرض اخته شی، کېدای شي کينه ګر شئ، له خلکو سره مو اختلافات پيدا شي او يا نور.

تاسو د يوه شخصيت په عنوان له هېڅ کوم شخص سره رقابت نه کوئ، تاسو په شان شخصيت د ځمکې پر مخ بل نشته يا ستاسو په طبقه کې نه پيداکيږي. تاسو يو فرد يئ او په فرد پورې اړونديئ. د بل شخص په څير نه يئ او هېڅکله کېدای نشي چې يو بل څوک و اوسئ.

الله ج انسانان ټيټ - لوړ، ډنګر- چاغ، تور- سپين او ډول ډول پيداکړي دي، خو په معنی کې ېې يو پر بل برتري نده ورکړي.

ارواپوه ډاکټر نورټون ويليمز وايي، چې انسانان ته تشويق ددې لپاره اړين دی،چې ځېنو خلکو ځان ندی پيژندلی. د هغه په خبره د آرامتيا احساس هغه وخت په انسان کې رامنځ ته کيږي، چې انسان په نورو خلکو پورې ځان منحصرونه ګڼي او له نورو څخه ېې بېل وګڼي.

ډاکټر نورټون وايي انسان په هغه وخت کې ځان پېژني خپل ځان باندې د يو انسان په توګه باور وکړي.
ددې ليکنې پايله :
- د حقارت احساس له پېښو څخه نه، بلکې مونږ ېې خپله د پېښو له تفسير څخه اخلو.
- د حقارت احساس هغه وخت له منځه تللی شي، چې په خپل ځان او وړتياو باور ولرو.
- هيڅ انسان بايد د بل انسان د ژوند تقليد ونکړي، هر انسان ځان ته انسان دی.
- د احقارت احساس په خپله مونږ له منځه وړلی شو، نه بل څوک.
- ځان حقير ګنل ځان ته سپکاوی او ګناه ده.