د کورني او بهرني سیاست پاراډکس او د ډپلوماسۍ بحران!




تېر ۴۰ کلونه د افغانستان لپاره د سیاست او ډپلوماسۍ ډېر بد کلونه وو.
پر دا مهال په هېواد کې د پردیو په ملاتړ ډېر کمزوري او لړزانه حکومتونه رامنځته شول. په کور کې له خپلو خلکو سره په مخالفت او جګړه کې کېوتل او په نړیواله کچه هم په اصطلاح د شرق او غرب له مخالفت او نیابتي جګړې سره مخامخ شول. تر دې ډول شرایطو لاندې په غوښتې او ناغوښتې توګه افغان حکومتونه د خپلو مخالفانو او ملاتړ کوونکو تر فشار او اجبار لاندې راتلل او هر څه پرې تحمیلېدل.

که څه هم د افغان حکومت او واکمنو لومړۍ دنده دا وه چې ځانونه یې د پردیو له اجبار او تحمیل څخه ژغورلي وای؛ خو لکه څنګه چې د دغه کار لپاره ډپلوماسي بهترینه وسیله وه؛ خو دا چې دوی سیاسي ځیرکتیا نه درلوده ډپلوماسي یې هم د پردیو په واک کې ورکړه او په بهرنۍ کچه یې هم کورنی سیاست پرې تمثیل کړ، چې دا مهال د شرق او غرب د نیابتي جګړې یو ستراتیژیکي انعکاس و. کورنی سیاست تل پر یوې اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي اجنډا، برنامې او انګېزې رامنځته کېږي، خپل ولس ته روښانه پیام لري او دغه پیام په نېغه بهرني سیاست ته هم لېږدي او د ډپلوماسۍ د ملا تېر جوړوي.

د کورني سیاست په قطبي کېدو او وسله وال مخالفت په رامنځته کېدو سره بهرنی سیاست هم د قطبي کېدو پر لور ځي او هغه څه چې د یوه بې وزلي او کمزوري حکومت د واکمنو د ډپلوماسۍ لپاره پاتې کېږي، هغه د خپلو ملاتړ کوونکو هو او نه ته یې هو او نه ویل، له قید او شرط پرته د هغوی پیروي او د چندو راټولول دي.

اوسني حکومت هم تر ډېره په همدې دام کې ځان راګیر دی، که څه هم ډېر اړ نه دی؛ ځکه اقتصادي او بنسټیز کارونه تر یو حده ښه روان دي. دا سمه ده چې امریکا او ناټو وال تر یوې اندازې د سیمه ییزو هېوادونو له پټ او ښکاره مخالفت سره مخامخ دي. ډېری دغه مخالفتونه له یو شمېر شکونو راولاړ شوي دي، چې یوازې د افغان حکومت فعاله ډپلوماسي کولای شي دغه شکونه له منځه یوسي او ورسره په افغانستان کې ۴۰ کلنه نیابتي جګړه هم پای ته ورسوي؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې افغان دولت د کمزورۍ په غېږ کې ولېدونکی دی؛ ځکه له لومړي سره اعلان شوی کورنی سیاست نه لري، اصلاً اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزه اجنډا او انګېزه پلان شوې خو د په عملي کېدو کې یو څه پاته راغلی دی، که څه هم د خپل منځي اختلافاتو له وجې دا ستونزې مخ په ډېرېدو دي؛ خو بیا د ولسمشر د هېواد پالنې او غښتلې ارادې او هڅې په لړ کې له امکان نه لریې نه ده چې له یادو ستونزو مو که خدای کول وژغوري. بل خوا ځینې چارواکي یې پر فساد لګیا دي، له دننه له وسله وال مخالفت سره مخامخ دی او په دې ډول وضعیت سره چې کوم پیام په کورنۍ او بهرنۍ کچه استوي، د قناعت وړ پیام نه دی او یوازې مغرض کسان او هېوادونه ترې ګټه پورته کولای شي. یا په بله وینا، دا ډول وضعیت، استخباراتي کړنې پر هېواد ورتپي او یوازې غلامانو او غلاموونکو ته د ګټې وټې لارې چارې پرانیستلای شي.

له دا ډول شرایطو او وضعیت سره د یوه حکومت مخامخېدل په حقیقت کې بې حسابه ستونزې ولاړولای شي او همدا سبب دی چې په هېواد کې پرله پسې حکومتونه چې راتلل او که راځي که مخکې له مخکې ورته پلان او تدبیر په پام کې ونه نیول شي؛ نو ناکام به وي.

که څه هم د اوسني حکومت د یوې فعالې ډپلوماسۍ د تمثیل لپاره ښه سیمه ییز شرایط برابر دي او په دې وروستیو کې د افغانستان د ستونزې د هوارۍ لپاره چې په حقیقت کې همغه د شرق او غرب د پخوانۍ تربګنۍ او اختلاف یوه برخه او یا هم نوی فصل دی، په سیمه ییزه کچه منډې ترړې زیاتې شوي او همدا وخت دی چې افغان واکمن هم لاس په کار شي او له دې فرصته ګټه پورته کړي.

افغان حکومت باید د صلاحیت او ډپلوماسۍ په لوړ تمثیل سره په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې هم همداسې فعاله ونډه واخلي لکه په دې نژدې غونډې کې یې چې واخیسته، خو لکه څنګه چې وویل شول د یوې اغېزمنې ډپلوماسۍ لپاره افغان حکومت اړ دی چې له وسله والو مخالفانو سره په کنار راتللو او سولې سره د کورني سیاست مرانډي کلک کړي او په دې توګه خپل بهرني سیاست او ډپلوماسۍ ته روښانه پیام واستوي. د افغان حکومت لپاره له خپلو مخالفانو سره سوله د خپل خوښې د چناق ماتول نه دي؛ بلکې یوه شدیده اړتیا ده چې هم یې د کور دننه د یوه اساسي بدلون او پرمختګ او همدارنګه یې د ډپلوماسۍ او بهرني سیاست د پیاوړي کېدو لپاره یې لري او هم د سیمې هېوادونه ورته شدیده اړتیا لري، تر څو دوی وپوهېږي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې له جګړو د دوی په وړاندې کار نه اخلي او د دوی د ناامنه کولو، ایسارولو او د پرمختګ د ډب کولو کومه اجنډا ترې نه لري.

لنډه دا چې په راتلونکو غونډو کې افغان پلاوي ته به اړینه وي چې دوه غوڅ دریځونه ولري، د دولت له مخالفانو سره د سولې لپاره د پیاوړې ارادې په ډاګه کول چې دا کار په څو نژدې غونډو کې شوی دی او د دې سولې او ثبات د ساتلو لپاره له سیمه ییزو او نړیوالو زبر هېوادونو د پیاوړي تضمین ترلاسه کول دي؛ ځکه په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره بهرنۍ انګېزې او عوامل لري، باید د دغو انګېزو، شکونو او عواملو ټغر ورټول او ورسره د سیمې او ناټو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې پخلاینې او همکارۍ فضا رامنځته او اجرایوي ضمانت پیدا کړي.